IQNA

د عراق  بهرنې چارو وزیر

د قدس د موضوع په باب د عربی اتحادئې دریځ افسوسناک دے

23:00 - December 10, 2017
د خبر لمبر: 3480864
نړیواله دله: د عربی اتحادئې د خارجه وزیرانو دغونډې وروستۍ اعلامیه دې ته محدوده شوې چې د امریکا دغه اقدام باطل او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی ده او د فلسطینی او اسرائیلی دوو حکومتونو جوړولو بهیر ته تاوان رسوی.

د قدس د موضوع په باب د عربی اتحادئې دریځ افسوسناک دےقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د IUVMP نه په نقل، د لبنان د المیادین ټیلیویژنی چینل د راپور  په اساس  د عراق  خارجه وزیر ابراهیم جعفری د قدس په   باب  د  امریکا له عملی اقدام سره  دمقابلې لپاره   دعربی اتحادئې  دغونډې په پایزې اعلامیې کې  د  بغداد دوړاندیز  په ردیدا د خواشینۍ  په ښودلو سره وئیلی دی ،  د دغې اتحادئې   دریځ به اغیزمن نه   وی .
 ابراهیم جعفری  وئیلی    دهغو خطرو اندازه چې  قدس  ګواښی ، ډیره زیاته ده او  عربی هیوادونه باید  له قدس شریفه  دملاتړ  لپاره  اغیزمن سیاسی اواقتصادی اقدمات  وکړی .
 له دې مخکې  د لبنان خارجه وزیر  جبران باسیل  هم  وئیلی  دصهونیسټ رژیم دپلازمینې  په توګه دقدس په معرفی کولو  کې  دامریکا دو لسمشر ټرمپ  له اقدام سره  د مقابلې لپاره  باید  دامریکا په ضد دفاعی سیاسی ، ډیپلوماټیک او مالی اقدامات وشی .
 دعربی اتحادئې  دخارجه وزیرانو  بیړنۍ غونډه  پرون  دمصر په قاهرې کې ترسره شوی  خو د  قدس دموضوع په باب ئې  دامریکا د وروستۍ فیصلې په غبرګون هیڅ  جدی  فیصله او اقدام نه دی کړی او یوازې  په  اعلامیې او خواشینۍ څرګندولو ئې بسنه کړې ده .  دعربی  اتحادئې   دخارجه وزیرانو   دغونډې پایزه اعلامیه  دې ته محدوده شوې چې  دامریکا  دغه اقدام باطل او دنړیوالو   قوانینو خلاف ورزی ده  او  دفلسطینی اواسرائیلی  دوو حکومتونو جوړولو بهیر ته  تاوان رسوی .
په عین حال کې د فلسطین  داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  عزالدین قسام کنډکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره  دصهونیسټي  نیواکګرو  تر نابودۍ پورې  دقدس دانتفاضې   د دوام په ضرورت په ټينګار سره اعلان کړی ،  دا چې  صهونیسټان  پر فلسطین او قدس شریف مسلط شي ، یو غلط او بشپړ باطل تصورّ دی .

captcha