IQNA

د ۴۰ هیوادونو پوهاندو شتون سره ترسره کېږي

د پاکستان د مسلمانانو په وحدت کښې د پوهنتون رول څېړنه

20:23 - February 21, 2018
د خبر لمبر: 3481065
نړیواله ډله: په پاکستان کښې د «د مسلمانانو ترمنځه وحدت محکم کولو او د اسلام صحیح عقیده په خپرولو کښې د اسلامی پوهنتونونو رول او د هغې تأثیر» لومړي نړیواله کانفرانس پيل کېږي.
د پاکستان د مسلمانانو په وحدت کښې د پوهنتون رول څېړنهد ایکنا راپور له مخې، د صدی البلد خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د ۹۷ کال په فروردین میاشته کښې د پاکستان عالي تعلیماتو غونډې په همکارۍ او د نړۍ ۴۰ هیوادونو پوهاندو او نظر لرونکو په شتون سره د اسلام آباد په اسلامی نړیواله پوهنتون کښې پيل کېږي.
د پاکستان اسلامی پوهنتون مشر حمد بن یوسف دروېش، په دې اړه وویل: دې ته توجه سره چې زیاتې ستونزې چې مونږ تراوسه هغې سره مخامخ یو د مسلمانانو او یهودیانو ترمنځه او د شرق او غرب ترمنځه موجود مسئلو نه سر اوچته وې او ځنې کسان شته چې ځان ته د اسلام نسبت ورکوې خو ولی بیا هم د هغې سپکاوې کوي. په دې کانفرانس کښې ګډون کوونکو، د اسلام صحیح عقاید او تعلیماتو په خپرونو کښې د اسلامی پوهنتونونو رول په اړه د نظر بدلون او بحث وکړو.
هغه زیاته کړه: پوهنتون یو کلتوري پروژه او د اسلامی ولس د ملاتړ ځای دي. مونږ په داسې وخت کښې ژوند کوو چې تجارتي او ښودو موسسې غلبه لري او د تعلیم او زدکړې لارې ډېرو مینه والو باندې بندې دي.
http://iqna.ir/fa/news/3692192
captcha