د ایکنا راپور له مخې، د امام حسین علیه السلام د زیارت اطلاع ورکوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د زهراء سلام الله علیها قرآنی مرکز د پرانیستا په مراسمو کښې څرګنده کړه: د قرآنی مرکز ته د مېرمنو را تللو سره د هغوي کورنۍ او ټولنیزه چارو سره د دینی چارو زدکړې به هم وکړي.
هم په دې اړه مهدی عبدالله د زهراء سلام الله علیها قرآنی مرکز مشر هم وویل: ۲۴۰ قرآن کریم زدکړه ترلاسه کوونکې چې له ۱۵ نه تر ۴۵ کلنه دې په دې مرکز کښې به تعلیم ترلاسه کوي.
هغه دې ته اشارې سره چې دا مرکز د مېرمنو ځانګړې مرکز دی وویل: د دې مرکز قرآن زدکړې ترلاسه کوونکې د عراق د مختلفو ولایتونو او همدارنګه یو شمېر د عربستان او نایجېریا نه راغلې.
د هغه قرآن زدکړه ترلاسه کوونکو لپاره چې د کربلا نه بهر نه په دې مرکز کښې شتون لري د زدکړې او اوسېدو خدمات په وېړیا توګه وړاندې کېږي او د کال په اخیره کښې به د دې مرکز نه مقام ترلاسه کوونکو ته د جایزې په توګه د مشهد ته د امام رضا علیه السلام زیارت لپاره د تللو خرڅ ورکړې کېږي.