IQNA

د رمضان په درشل کې د هند لومړي وزیر پیغام

0:25 - May 15, 2018
د خبر لمبر: 3481208
نړیواله ډله: د هند لومړي وزیر د راډیو په یو پروګرام «زما خبرې» کښې د دغه هیواد مسلمانانو د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت مبارکې وویله او د پیغمبر صلی الله علیه و آله  په اړه یی خبرې وکړي.

د ایکنا راپور له مخې، په ممبئ کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د هند لومړي وزیر نارندرا مودي چې یو هندو دی، په خپلو خبرو کښې اسلامی دستوراتو ته اشارې سره وویل چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د ښودو پر اساس، د ورورولۍ او مساوات په لاره کښې حرکت هغه څه دې چې ټول ورته پر ځانګړې توګه پاملرنه کوي.
هغه په ادامه کښې وویل: د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله سفارش کړي چې ضعیف او کمزوری خلکو سره مرسته او ملګرتیا وکړو او تل شفقت او مهربانۍ د خپل کارونو سرلیک وټاکو.
http://iqna.ir/fa/news/3713896
captcha