IQNA

په ایران کې دپاکستان دخپلواکۍپه مناسبت دستورې جوړیږی

23:34 - August 13, 2018
د خبر لمبر: 3481422
نړیواله: تسنیم خبری اژانس راپورروکړی  دایران او پاکستان په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره   د مشهدمقدس  په میترو او ښار کې په سترو سکرینونو   د پاکستان د خپلواکۍ دکلیزې په مناسبت  دمبارکۍ پیغامونه نندارې ته وړاندې کیږ ی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،  راپورښئ  دپاکستان د خپلواکۍ د یو اویایمې کلیزې  له رارسیدو سره په یو وخت  د دغې ورځې د مبارکۍ پیغامونه  دایران داسلامی جمهوریت په بیلابیلو خبری آژانسونو اوریډیوګانو کې  نندارې ته وړاندې کیږی ، چې دغه اقدام  به د ایران او پاکستان د دووسترو ملتونو ترمینځ  ددوستۍ او ژورپیوند ښودونکی وی .
 په مشهد کې په سترو سکرینونو  په دې باب د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای  دا خبرې چې  د پاکستان مسلمان ملت تل  دایران داسلامی انقلاب ملاتړی پاتې شوی ، ترسترګو کیږی .
ډیری شناندی او کارپوهان دا هم وائی  پّه پاکستان کې دتحریک انصاف ګوند په بریالیتوب سره  داسې ښکاری  چې  د  ایران او پآکستان  د دوستۍ لاره له مخکې لاهواره شوی او د دواړو هیوادونو په وړاندې به لازیاتې مثبتې پیښې ولیدل شی .
د ایکنا درست کارکونکی  هم  د پاکستان د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت درستو پاکستانیو وروڼو او خوئیندو ته د زړه له کومې مبارکی وائی. http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i75564
captcha