IQNA

اسلامی ایران د کابل ترهګره حمله وغندله

13:33 - August 16, 2018
د خبر لمبر: 3481434
نړیواله ډله: په افغانستان کښې دامریکا پوځي شتون د خلکو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي . 
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، دافغانستان په پلازمینې کابل کښې د ایران داسلامی جمهوریت سفارت دکابل ښار په لویدیځ کښې په دشت برچی(Dasht-i Barchi) سیمه کښې د زده کړې په یوه (۱) خصوصی مرکز کښې په محصیلینو ځان وژونکی حمله وغندله .
دایران سفارت په یوې(۱) بیانیې کښې وویل دکابل ښار په دشت برچی سیمه کښې د زده کړې په یوه مرکز کښې ترهګره حمله او د محصیلینو وژله له اسلام او انسانیت سره د دغه حملې د عاملانو د دښمنۍ نښه ده .
په افغانستان کښې دایران سفارت ډاګینه کړه دا ډول حملې په هیواد کښې د امنیت او د ثبات دټینګولو لپاره  اغیز شیندونکی هڅې تر اغیز لاندې نشی وروستلی .
په کابل کښې دایران سفارت دغه راز دکابل د دشت  برچی سیمې د ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږی اعلان کړه .
پرون مازیګر یوه(۱) ترهګر په کابل ښار کښې د مهدی علیه السلام په نوم د زده کړې په مرکز کښې  د محصیلینو په مینځ کښې په ځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد ولوزول او له کبله یې شپیته (۶۰) بې ګناه محصلین چې هلکان او انجلۍ پکښې شاملې دی ووژل او له اوه شپیتو(۶۷) زیات یې ژوبل کړل .
تراوسه کومي ډلې دکابل د پرونۍ حملې مسولیت پرغاړه  نه دی اخیستی خو داډول حملې اکثره داعش وهابي صهیونیسټي ترهګره ډله کوي
دافغانستان اکثره خلک او چارواکی وایی دناټو له نورو غړیو هیوادونو سره یوځاې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کښې د امریکا پوځی شتون چې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې دوام لری  تراوسه ددغه هیواد د ملکی وګړو له وژل کیدا او د بیخ بنایانو له تباه کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i75635
captcha