IQNA

دسعودی عربستان په پلازمینې کښې ډزې شوی

13:45 - August 16, 2018
د خبر لمبر: 3481437
نړیواله ډله: سعودي عربستان له امریکا او انګلستان سره یوځاې په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلي جوړونکي ، مالي او وسله وال مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،رویټرز خبری اژانس راپور ورکړ د سعودی عربستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند پلازمینې ریاض ته نږدې په «البکیریه»، ښار کښې له یوه سړی سره د امنیتی ځواکونو دډزو د تبادلې خبر ورکړ.
د سعودی عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نن سهار وختی وویل امنیتی ځواکونو هغه سړی چې په ځان پورې یې څه شی تړلی وو چې داسې ښکاریده چاودیدونکی مواد دی په البکیریه ښار کښې په ډزو ژوبل کړ.
د اینټرنیټ استعمالونکو دنوموړی کس چې دسعودی عربستان عسکرو په ډزو ژوبل کړی دی یو(۱) فیلم خپور کړی دی چې هغه د داعش د ترهګرې ډلې دمشر ابوبکر بغدادی پلویتوب اعلانوی.
سعودی عربستان د محمد بن سلمان د ولی عهدۍ په پړاو کښې له کړکیچن حالت سره مخ دی او کله نه کله ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې نښتې کیږی .
د روان میلادی کال په اپریل میاشت کښې هم په ریاض کښې د باچا سلمان د ماڼۍ په خوا کښې ډزې شوی وی او له کبله یې اته (۸)کسان وژل شوی او حتی ویل شوی وو چې ولی عهد محمد بن سلمان په دغو ډزو کښې ژوبل شوی وو.
سعودی عربستان له امریکا او انګلستان سره یوځاې په ټوله دنیا کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی ، مالی او وسله وال مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی.
سعودی عربستان دغه راز دانګلستان او دامریکا په مرستې سره له تیرو څو لسیزو راهسې په ټوله دنیا کښې د پیسو په مټ وهابیت ته هم ډیره پراختیا ورکړی ده.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i75641

captcha