د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د ایرنا د خبر له مخې دا د حسیني اربعین د پلي تګ ترټولو پخوانی کاروان دی چې پرله پسې په اتلسم کال د ایران له مشهد نه د عراق تر کربلا پورې ۲ زره او ۶ سوه کیلومیټره لار پلې وهي.
د دغې قافلې غړي په مشهد مقدس کښې د اتم معصوم امام حضرت امام رضا علیه السلام د نوراني بارګاه له زیارت کولو وروسته د کربلا په لور روان شول.
دغه قافله به په دوو میاشتو کښې د ایران له پنځو ولایتونو تیریږي او د سویل لویدیځ په خوزستان کښې د شلمچه نومي سرحده له تیریدو وروسته په عراق کښې د کربلا په لور روانیږي او له اربعین یا څلویښتمې دوه ورځې مخکښې د دریم معصوم امام حضرت امام حسین علیه السلام د بارګاه زیارت به کوي.
د ۱۴۴۰ قمري کال د صفرې د میاشتې شلمه چې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر دیرشمه نیټه کیږي، د کربلا په وچه دښته کښې د جنت د ځوانانو د سردار او د شهیدانو د سالار امام حسین علیه السلام او هغوي د قدرمنو او باوفا ملګرو د شهادت د څلویښتۍ کلیزه ده. په دغه ورځ یعنې د حسیني اربعین په مراسمو کښې د ګډون لپاره له ټولې نړۍ څخه میلیونونه زیارتوال د عراق په کربلا ښار کښې راغونډیږي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i75673