IQNA

د پاکستان لومړی وزیر نن لوړه وکړه

12:20 - August 18, 2018
د خبر لمبر: 3481444
نړیواله: په پاکستان کښې مخکې واک کله د پیپلز ګوند او کله د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې په لاسونو کښې وو .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان چې د ملی پارلمان دغړیو لخوا ددغه هیواد د دویشتم لومړی وزیر په توګه انتخاب شوی وو نن په اسلام اباد کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د نوی لومړی وزیر په توګه سوګند پورته کړ.
د عمران دلوړې په مراسمو کښې د پوځ ، د هوایی ځواک او دسمندر ځواکونو  مشرانو ، لومړی وزیر ، دملی پارلمان مشر  ، دپنجاب صوبې د ولسی جرګې مشر  او دغه راز نورو لوړرتبه چارواکو او سندر غاړو ابرارالحق او سلمان احمد  هم ګډون وکړ .
د هندوستان د کرکټ لوبې پخوانی مشهور لوبغاړی نوجیت سینګ  سیدو (Navjot Singh Sidhu)  دپاکستان دکرکټ پخوانیو مشهورو لوبغاړو رامیز راجا، وسیم اکرم ، دفیلمونو ستوری جاوید شیخ وغیره هم ګډون وکړ .
په پاکستان کښې مخکې واک کله د پیپلز ګوند او کله د مسلم لیګ ګوند د نوازشریف څانګې په لاسونو کښې وو خو اوس حالات بدل شوی او دا ځل واک دتحریک انصاف لاس ته ورغلی دی .
دپاکستان د پنجاب صوبې د ولسی جرګې نوی مشر چوهدر پرویز الهی وویل مونږ هیله لرو چې عمران خان هغه ژمنې  چې کړی یې دی پوره کړی .
هغه وویل په عمران کښې قابلیت ، صلاحیت ، فکر او تفکر شته .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i75690
captcha