IQNA

کمونیست ګوند: د مسلمانانو چینې جوړول باید ادامه ولرې

23:49 - October 15, 2018
د خبر لمبر: 3481609
نړیواله ډله: د چین کمونیست ګوند لوړ چارواکی د هغه څه په هکله چې د سین کیانګ په سیمه کښې اسلامی افراط ګرۍ نفوذ کړی، خبردارې ورکړه او د دغه سیمې مسلمانان چینې جوړول یی ضروري ګڼلې.
د ایکنا راپور له مخې، د ګاردین نه په نقل، د چین دې کمونیست ګوند لوړ چارواکی وویل چې د سین کیانګ په حساسې سیمه کښې د چین مسلمانانو ټولنیزه او کلتوري یو کول باید پرمختګ پیدا کړي چې قومی همغږۍ او دینی ‍پیوستون پرمختګ پیدا کړې.
د متحد کار ګوند سازمان مشر یو کوان (you Quan) چې پر دینی او قومی چارو څارنه کوې د سین کیانګ سره په دې اونۍ کښې کتنې نه ورستو دا خبرې بیان کړي.
یو وویل: د کمونیست ګوند پر دینی چارو باندې تسلط باید پرمختګ وکړې او باید د دینی افراط ګرۍ  نفوذ ته پام وکړو.
د چینی جوړولو اصطلاح د یکن څو سره د دغه هیواد غیر چینې په ټولنو او کلتورونو کښې تغیر لپاره اشاره کړی چې د دغې موخه د چینی کلتور په تېره بیا د هان نژاد ارزښتونه چې د دغه هیواد ډېر خلک له هغې سره اړیکه لري. د نورو قومونو سره فرق دا دې چې د دغې پوښښ، دین، کلتور، سیاست او په ژبه کښې دی.
له دې راپور نه مخکښې چې څرنګه یو میلیون مسلمانان د سین کیانګ په کمپ د بندیوانو غوندې وخت تېره وې دا خبر خپور شوې وو، د چین چارواکو له ډېره وخته دا خبر رد کړې وو. خو ولی دې اونۍ د سین کیانګ ولایت دغه کمپ قانونی وبللو.
چین وایئ چې د سین کیانګ ولایت ته د وسله والو مسلمانانو له اړخه ګواښ ورکړې سوې وو او هغه ټولې خبرې چې د مسلمانانو سره د ناروا چلند په اړه رد کړي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3755655
captcha