IQNA

د امام حسین علیه السلام بېرغ په چینې دروازو باندې + کلپ

13:53 - October 16, 2018
د خبر لمبر: 3481613
نړیواله ډله: د چین پولې سره نږدې، د پاکستان په شرقي شمال کښې، د هیمالیا په غرونو کښې ښکلې ښار چې سکردو نوم لري آباد دی چې اوسېدونکې یی د امام حسین علیه السلام سره مینه لرونکې او شیعیان دی.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی مستند سینما مرکز فطرس میډیا ټلیګرام چینل نه په نقل، د چین پولې سره نږدې، د پاکستان په شرقي شمال کښې، د هیمالیا په غرونو کښې ښکلې ښار چې سکردو نوم لري آباد دی چې اوسېدونکې یی د امام حسین علیه السلام سره مینه لرونکې او شیعیان دی او د سکردو د خلکو له ایرانیانو سره زیاته مینه لرلو له سببه دغه ښار ته وړوکې ایران ویلې کېږي.
د هغوي ژوند چې د هیمالیا په غرونو کښې د دغه سیمې په سوړ موسم کښې ژوند کوې او د سوړ موسم پر خلاف د اهل بیت علیهم السلام په محبت کښې هم هغه نه ګرم دی، څه موده مخکې، د امام حسین علیه السلام د زیارت له اړخه د نسیم کربلا په نوم یوه کلتوری اونۍ ټاکلې شوې وه چې پر کښې د سید الشهداء علیه السلام د زیارت ګنبد بېرغ د دغه ښار په غر باندې لګولې وو.
د دغه کلتوری مراسمو مشر مسلم عباس صکبان نه نقل کوې: کله چې د امام حسین علیه السلام بېرغ سره د اسکاردو هوایی ډګر ته را ورسېدم، د دغه سیمې د مینه والو لوی شمېر هوایی ډګر ته راغلې وو او د امام حسین علیه السلام د بېرغ سره تبرک کېدو لپاره یی انتظار کولو او له دې سره نه تر بل سره پورې عاشقان مونږ له راروان وو او د لبیک یاحسین علیه السلام اوازونو سره د هیمالیا سیمه کربلائی کړې وه.
http://iqna.ir/fa/news/3755673
captcha