IQNA

د سولې په مذاکراتو کښې د ګډون لپاره له چین نه د طالبانو غوښتنه

9:37 - October 18, 2018
د خبر لمبر: 3481616
نړیواله ډله: د طالبانو معنوي لارښود له چین غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کښې ستر رول ترسره کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د اریانا نیوز افغانستان نه په نقل، مولوي سمیع الحق چې د طالبانو معنوي لارښود او پلار په عنوان پېژندلې کېږي له چین نه غوښتنه کړې چې د افغانستان په مذاکراتو کښې او په دغه هیواد کښې د ۱۷ کالو جنګ تر پایی رسولو لپاره ستر رول ترسره کړی.
د طالبانو معنوي پلار وویل: له چین نه د یو واسطه په عنوان سره د طالبانو په مذاکرات کښې استقبال کوو او نه باید چین دا مهمه ستونزه امریکا ته یواځې پرېږدي، ځکه چې د پکن حصه د سیمې په سوله کښې له امریکې نه زیاته ده.
هغه همدارنګه زیاته کړه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په دغه هیواد کښې د دغه ستر جنګ پایی لپاره د تجربې په توګه کله طالبان سره نېغ په نېغه مذاکرات کوې. مذاکرات هله کامیابه وې چې کله واشنګټن د خپل پوځ له افغانستان نه ویستلو اعلان وکړې، د سولې مذاکرات به هله ګټور وې چې امریکا د خپل پوځ له افغانستان نه ویستلو قطعې اعلان او اقدام وکړې.
د طالبانو معنوي لارښود همدارنګه د بندو دروازو شاته د امریکا له اړخه د سولې مذاکراتو په اړه غبرګون ورکړو او دا چلند یی په دې اړه د ناوړه تعبیر سبب وګرځي.
وایئ: څه موده مخکې زلمی خلیل زاده، په کابل کښې د امریکې غړې له افغانستان حکومت او د طالبانو ډلې نه غوښتنه کړې وه چې د سولې مذاکرات شورو کولو لپاره خپل غړې معرفي کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3756302
captcha