د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرناخبری آ ژانس راپورورکړ دپاکستان اسلامی آئیډیالوژۍ شورا مشرقبله آیاز دخیبر پختونخواه په مرکز پیښور کې دمسلمانانو وحدت نومې کنفرانس کې پخپلې وینا کې دایران اسلامی جمهوریت د شیعه او سنی مسلمانانو د اتحاد ،ګډژوند او پیوستون لپاره یوه بریالۍ بیلګه وبلله او وې وئیل ، د اسلام دښمنان هڅه کوی ، پّ اسلامی هیوادونو کې دتفرقې او درز په رامینځةکولو سره خپلې سپیرې ګټې ترلاسه کړی او په دې باب باید اسلامی ایران درسته هیوادونه خپله بیلګه وګرځوی . دپاکستان داسلامی آئیډیالوژۍ شورا مشر همداراز داسلام ددښمنانو له تفرقه اچونکو دسیسو سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو داتحاد او پیوستون په ضرورت ټینګار وکړ او وې وئیل باید اجازه ورنکړو چې داسلام دښمنان داسلامی امت ترمینځ د تفرقې او اختلاف اچونې په دسیسو کې بریالی شی .
http://parstoday.com/ps/news/iran-i78483