د ایکنا راپور له مخې، د اردن چاپ الغد ورځپاڼې نه په نقل، په دغه نندارتون کښې چې په پاریس کښې د ملګرې ملتونو سازمان کلتوری او علمی روزنو سازمان (UNESCO) په ځای کښې پيل کېږي د قرآن کریم چاپ شوې قرآنونه، په وین کښې د جوړ شوې جوماتونو چراغونه او ایرانی قالینونه چې په روسي ژبه کښې پرې د حضرت مریم سلام الله علیها مدح لیکلې شوې نندراې ته وړاندې کړي.
دا نندارتون همدارنګه، له آسیا نه تر چین او منځني ختیځ دینی او کلتوری آثار په یو ځای کښې راټول کړې دی.
د یونسکو نندارتون چې د کلتورونو خبرو اترو شورا عنوان سره پیل کېږي تر ۲۳ آذر(۱۴ دیسمبر ۲۰۱۸ ) پورې ادامه لرې او له هغې ورستو به د راروان کال مارچ میاشتې (د دې کال د اسفند میاشتې اخیرې) تر منځه پورې به په پاریس کښې د عربی نړۍ په انستیتو کښې به پیل کېږي.
اتریش، آلمان، اسپانیا، ترکیه، انګلستان او آمریکا او هم دارنګه نور هیوادونه هم دې چې په راروان وخت کښې به د دې نندارتون کوربه وې.
http://iqna.ir/fa/news/3768959