د ایکنا راپور له مخې، د alwafd.news نه په نقل، محمد هادی حاضری د شام هنر مند پس له ۱۲ کالو کامیابه شو چې د قرآن کریم ټول آیتونه د جامو ګنډلو مشین په وسیله یی د بخملي پارچې باندې وګنډې.
هغه دغه اثر چې د ګلونو او خطاطی هنر سره ګډ دې پوره کولو نه ورستو هغه د ترکی په بورسای(Bursa) ښار کښې نندارې لپاره وړاندې کړې د دې اثر ګنډلو لپاره هغه له عام مشین نه ګټه اخیستلې او له پلن تار او بخملي پارچې نه یی استفاده کړې ده.
دا قرآن ۴۲۶ پاڼې لرې او وزن یی ۲۰۰ کیلوګرام دی؛ د دې اثر قیمت یی ۶.۵ ملیون ډالر لږولې دی.