IQNA

په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د صلحې د پریکړه لیک تصویبیدل

23:43 - December 09, 2018
د خبر لمبر: 3481742
نړیواله ډله: د ملګرو ملتو عمومي اسبملۍ په نیویارک کښې په خپله درې اویایمه غونډه کښې د افغانستان د حکومت په مشرۍ د صلح غواړو هلوځلو په ملاتړ کښې امنیت شورا ته د دغه حکومت وړاندیزي پریکړه لیک او ورڅخه یې د نړیوال ملاتړ غوښتنې ته مثبته راې ورکړه.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ملګرو ملتو عمومي اسبملۍ په نیویارک کښې په خپله درې اویایمه غونډه کښې د افغانستان د حکومت په مشرۍ د صلح غواړو هلوځلو په ملاتړ کښې امنیت شورا ته د دغه حکومت وړاندیزي پریکړه لیک او ورڅخه یې د نړیوال ملاتړ غوښتنې ته مثبته راې ورکړه.دغه پریکړه لیک بې له کوم مخالفته، په ۱۲۴ موافقو او دریو سپینو رایو سره چې یوه پکښې د روسیې وه، تصویب شو. په ملګرو ملتو کښې د افغانستان دائمي استازي محمود صیقل وویل: ترهګري او له تشدد ډکه افراط پالنه نه یوازې دا هیواد بلکې د سیمې او نړۍ امنیت هم ګواښي او ټولو هیوادونو ته پکار دي چې ورسره مقابلې ته یوموټي شي. د سیاسي څارونکو له نظره د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د افغانستان د صلحې په اړه د دغه هیواد د وړاندیزي پریکړه لیک تصویبیدل له څو اړخونو مهم دي. وړومبی دا چې په پریکنده توګه د دغه پریکړه لیک تصویبیدل ښودنه کوي چې نړیواله ټولنه لاهم د افغانستان مسئلې ته پام لري او د صلحې او امنیت د ټینګښت لپاره یو مهم نړیوال هدف ګڼل کیږي. که څه هم ملګري ملتونه نه دي توانیدلي چې د افغانستان له بدلونونو سره په مرسته کښې د افغانستان د خلکو د تمې وړ او مهم رول ولوبوي خو د افغانستان د حکومت وړاندیزي پریکړه لیک ته د هغه د غړو مثبه راې ښودنه کوي چې د دغه هیواد کړکیچ هیر کړی شوی نه دی.
د سیاسي چارو کارپوه محیی الدین منصف وايي: نه یوازې د ماشومانو مړینه بلکې د افغانستان د ټولو خلکو مرګ ژوبله زیاته شوې ده، نو په دې وجه ملګرو ملتو ته پکار دي چې په افغانستان کښې خپلې هلې ځلې د صلحې او امنیت په تامینیدو متمرکزې کړي او منفعلانه او نرم دریځ ونه لري.
په دې لړ کښې مهمه موضوع د افغانستان د صلحې په بهیر کښې د کابل حکومت له مهم او موثره رول څخه د نړیوال ملاتړ د جلبولو لپاره د دغه هیواد کوشش دی. د افغانستان د صلحې په بهیر کښې، د دغه هیواد په چارو کښې د ا مریکې د استازي زلمي خلیلزاد فعالیدو ته په پام سره دا اندیښنه شته چې د افغانستان د صلحې د عمل نوښت د دغه هیواد د حکومت له لاسه وتلی او ټاکونکې یې امریکا ده. په دې وجه د افغانستان د صلحې په وړاندیزي پریکړه لیک کښې، د کابل د حکومت د حاکمیت د حق په اساس د دغه هیواد د صلحې د بهیر په پرمخ بیولو ټنیګار شوی دی. په افغانستان کښې د امریکې د سفیر دا څرګندونې چې امریکا به د افغانستان د حکومت لخوا له طالبانو سره خبرې اترې ونه کړي او د دې خبرواترو دوام به د دغو دواړو لورو په غاړه پریږدي، په دې لړ کښې د واشنګټن له لاسوهنو سره د افغانستان په کورنیو مخالفتونو د پوهیدو نښه ده خو دا چې د هغه د ادعا له مخې، امریکا به د افغانستان د صلحې له مذاکراتو ډډه وکړي او چارې به د افغانستان حکومت ته وسپاري، چندانې د کابل د حکومت د رضایت وړ نه ده. ځکه چې امریکا غواړي د افغانستان د صلحې بهیر د خپلو غوښتنو په بنیاد پلان کړي چې کوی شي د صلحې په مذاکراتو کښې د دغه هیواد د حکومت د فعالیت ساحه ډیره محدوده کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د سیاسي چارو کارپوه احمد ا... موحد وايي: د افغانستان حکومت له طالبانو سره په وروستیو خبرواترو کښې هیڅ رول نه دی لرلی او عملاً څنډې ته کړی شوی دی او دا موضع د افغانستان د راتلونکو بدلونونو لپاره اندیښمنونکې ده.
د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د افغانستان د حکومت د پریکړه لیک د  تصویبیدو په هکله دریمه مهمه موضوع د طالب ډلې لپاره د هغه پیغام دی چې د افغانستان د ملي واکمنۍ په حق باندې په سترګو پټولو سره غواړي د امریکې له حکومت سره د تفاهم له لارې د افغانستان په سیاسي جوړښت کښې خپل موقعیت مضبوط کړي. د ملګرو ملتو پریکړه لیک په حقیقت کښې د افغانستان د صلحې له بهیره په ملاتړ کښې د دغه هیواد د حکومت د حاکمیت د حق د تاییدولو په معنا دی او دا د طالب ډلې لپاره یو روښانه پيغام کیدی شي.
په هر حال د افغانستان خلک هیله لري چې ملګري ملتونه د دغه هیواد په بدلونونو کښې د پریکړه لیکونو له تصویبولو او د بیانیو له صادرولو زیات رول ولوبوي او د افغانستان په بدلونونو کښې په فعالانه شتون سره د دغه هیواد د صلحې د بهیر له پرمختګ سره مرسته وکړي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78793
captcha