IQNA

د ښار د شورا له ماړخه د حلب بیارغونې لپاره د ۶ مليارده لیرا ټاکل

22:10 - February 11, 2019
د خبر لمبر: 3481944
نړیواله ډله: د حلب ښار شورا تقریباْ ۶ مليارده لیرا د دغه ښار د بیارغونې او اباد کولو لپاره ټاکلې دې.

د ایکنا راپور له مخې، د سانا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د حلب ښار شورا د دغه ښار د بیارغونې او ښکلا لپاره د یو پروګرام په اړه مطالعاتو او څېړنو نه پس تقریباْ ۶ مليارده لیرا د دغې کار ترسره کولو لپاره ټاکلې دی.
د حلب ښار د شورا فنی چارو مشر شادی شرف الدین وویل: دا پروګرام به د سعدالله الجابری میدان شمال نه د دغه ښار غربي دېوالونو سره په جنوب کښې د انطاکیه دروازې پورې ته شامل وې او د دغه پروګرام د مهمو اقداماتو یو مهم کار به د دغه ښار لرغونې دېوالونو تاریخي او لرغونې آثارو څرګندول او روغول دی.
هغه زیاته کړه: د رسټورانټ او کافي او دارنګه د نور عمارتونو لکه هوټلو، الهال بازار بیا روغول د دغه پروګرام له اهداف نه دی.
شرف الدین تاکید وکړو: د دې پروګرام اصلی هدف د لرغونې بازار الهال بیا پيل، روغول او عملي کول دی د سوداګرانو خپل دوکانونو ته بېرته راوستل دی.
http://iqna.ir/fa/news/3789132/
captcha