IQNA

آنلاین قرآن خرڅوونکو ته د مالیزیا حکومت غبرګون

22:01 - February 18, 2019
د خبر لمبر: 3481966
نړیواله ډله: د مالیزیا حکومت د انټرنیټ له لارې بي له اجازت قرآن کریم خرڅوونکې په مالي او بند سزا غبرګون ورکړي.

د ایکنا راپور له مخې، د thesundaily نه په نقل، د مالیزیا هیواد وزارت د قرآن کریم نسخې د انټرنیټ له لارې خرڅولو باندې سخته څارنه کوي.
د دغه وزارت قانون او څارنې برخې مشر په دې اړه وویل: زیات قرآنونه چې د انټرنیټ له لارې خرڅیږي، له یو ګاونډي هیواد نه راوړي کېږي چې په هغې کښې د مالیزیا قرآن چاپ کولو معیار نه لري.
هغه زیاته کړه: زمونږ څېړنې څرګنده وې چې خرڅوونکې، دا قرآنونه له دغه ګاونډي هیواد ته راوړي چې په هغې کښې زیات د راوړو اجازت نه لرې او هم له دې وجهې مونږ پرې څارنه کوو، په مالیزیا کښې د قرآن کریم چاپ په عربستان کښې رایج سیسټم پر اساس یعنې په عثماني رسم الخط(د عثمان طه خط)  کښې چاپ کېږي خو ولی په ګاونډي هیواد کښې د چاپ معیار او د تورو وقف لپاره او د ابتدا لپاره نښې فرق لري.
دغه چارواکې غبرګون ورکړو: هغه کسان چې د مالیزیا د هیواد وزارت له بې اجازت قرآن کریم خرڅ ترسره کوې د قرآن کریم د چاپ قانون پر اساس چې په کال ۱۹۸۶ کښې منظور شوې مجرم دی او ممکنه ده چې تر ۲۰ زره رنګیت(د مالیزیا پیسه) پورې او یا تر ۵ کاله زندان باندې محکوم کېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3790779
captcha