دافغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمیسیون یوه(۱) لوړرتبه چارواکی مولانا عبدالله وویل د انتخاباتو په ورځ دوه میلیونه او پینځه لکه نوی زره خلکو د رایو په څلور زره او درې سوه څلور اتیا(۴۳۸۴) مرکزونو کښې خپلې رایې واچولې .
هغه وویل دوه میلیونه او پینځه لکه نوی زره رایې ورکونکی یعنی په شرایطو پوره له نهه اعشاریه شپږ میلیونه رایو ورکونکو څخه اوه ویشت(۲۷) فیصده خلکو رایې ورکړی دی .
مولانا عبدالله وویل دغه شمیر پریکنده نه دی او کله چې نور اطلاعات لاس ته راشی نو دغه شمیر به بدل شی .
دافغانستان د ولسمشرۍ د څلورم (۴) پړاو انتخابات د سپتمبر دمیاشتې په اتویشمه (۲۸) نیټه د اشرف غنی ، د عبدالله عبدالله په شمول ددیارلسو (۱۳)کاندیدانو په سیالۍ سره وشول .
عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ترسره کیدا وروسته خپل بریالیتوب اعلان کړ خو پرون یې یوځل بیا له خپلې وینا څخه په شاتګ کولو سره وویل د ټول ټاکنو د نهایی نتیجو په تمه دی .
دافغانستان د انتخاباتو د کمیسیون د راپور پراساس د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د اکتوبر دمیاشتې په نولسمه (۱۹) او نهایی نتیجې به یې د نوامبر د میاشتې په اومه (۷) نیټه اعلان شی او که چیرې هیڅ کاندید اکثره رایې ترلاسه نکړی نو د انتخاباتو دوهم (۲) پړاو پینځلس (۱۵) ورځې وروسته ترسره کیږی .