IQNA

د ستنیدو د حق د لاریون په ۷۷ جمعه یو فلسطینی شهید شوی او ۴۰ زخمي شول

15:36 - October 05, 2019
د خبر لمبر: 3482429
نړیواله ډله: په تیر تقریباً یو نیم کال کښې د ستنیدو د حق په لاریون کښې په ګډون کونکو فلسطینیانو باندې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله څه باندې ۳ سوه ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي او لږترلږه ۳۱ زره نور زخمي شوې دي.

د غزې په تړانګه کښې د ستنیدو د حق د ستر لاریون د اووه اویایمې جمعې په لاریون کښې په ګډونوالو باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو په حمله کښې لږترلږه یو فلسطیني شهید شوی او څلویښت نور زخمي شول.

د العالم د خبر له مخې په غزې تړانګې کښې د فلسطینیانو د ستنیدو د حق د ۷۷ جمعې لاریون د (ملي پخلاینه، زمونږ د ولس انتخاب) تر عنوان لاندې ترسره شو.

د ویلو ده چې د غزې په تړانګه کښې ستنیدو د حق صلحه ایز لاریون د ځمکې د ورځې په مناسبت د تیر ۲۰۱۸ کال د مارچ له دیرشمې نیټې څخه پيل شوی او لاهم دوام لري.

په دې موده کښې په یاد لاریون کښې په ګډون کونکو فلسطینیانو باندې د اسرائیلي پوځیانو د ډزو له امله څه باندې ۳ سوه ۳۰ فلسطینیان شهیدان شوي او لږترلږه ۳۱ زره نور زخمي شوې دي.

https://parstoday

captcha