IQNA

په سردشت باندې په حمله کښې له صدامه د لویدیځ ملاتړ نه هیروو

16:11 - June 28, 2020
د خبر لمبر: 3483318
تهران (ایکنا) - د ایران خارجه وزارت ټینګار وکړ چې د ایران خلکو په دغې بوږنونکې کیمیايي حملې کښې د صدام له رژیمه د امریکې او اروپا ملاتړ او ملګرتیا هیڅکله نه ده هیره کړې.

د ایران خارجه وزارت په سردشت باندې د کیمیاوي بمبارۍ غمیزې ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د ایران خلکو په دغې بوږنونکې کیمیايي حملې کښې د صدام له رژیمه د امریکې او اروپا ملاتړ او ملګرتیا هیڅکله نه ده هیره کړې.
د عراق بعث رژيم د ۱۹۸۷ کال د جون په اتویشتمه نیټه د ایران سردشت نومې سرحدي ښار باندې کیمیاوي بمونه وورول چې له امله یې ۱۱۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او له اتو زرو زیات نور سخت زیانمن او زخمي شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په خپل ټویټر باندې هم داشان پر دې ټکي په ټینګار سره چې د ایران ولس د سردشت د غمیزه ناک جنایت په وړاندې د ملګرو ملتو د امنیت شورا چپتیا هیڅکله نه ده هیره کړې، یادونه وکړه چې د ایران خلک به هر هغه څه دوباره جوړ کړي چې دښمنانو وران کړې دي.

تهران راډیو

captcha