د عراق د حزب الله د ټولنیزو چارو مشر شیخ میثم العبودي په پریس کانفرنس کښې د دې روغتون د پرانیستا په اړه وویل: حزب الله د عراق په بصره او بابل ولایتونو کښې د کورونا د ناروغانو لپاره د دوو ځانګړي روغتون جوړولو وروستو، نن په ذی قار ولایت کښې د دریم روغتون پرانیستا وکړه.
هغه په دې بیان سره چې دا روغتونونه به د ناروغانو لپاره ۵۰تختونه او یو آئي سي یو ولري وویل: په ذي قار کښې دغه روغتون یو روغتیایي مرکز دی چې د کورونا تر پایې پورې به د ذي قار د خلکو لپاره خپلې مرستې وړاندي کوي.
العبودي په دوام کښې وویل: ذي قار ولایت له حشد الشعبي او امنیتي ځواکونو څخه ډیر شهیدان ورکړي او د داعش ترهګرې په خلاف یې ډیر عملیات ترسره کړې دي.
3907669