هغه وویل حماس غورځنګ له نیواک ټاټوبي یعني اسرائیلو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د نورو سیمو د یوځاې کولو له پلان سره د مقابلې لپاره له ډیرو اسلامي او عربي هیوادونو سره تماسونه لرلي دي او د یوه(۱) جامع ملي پروګرام د جوړولو هڅه کوي .
ابو مرزوق هیله وکړه چې له نیواک ټاټوبي سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د نورو سیمو د یوځاې کیدا پلان په ټولو موجودو اوزارونو او د اسلامي هیوادونو او د فلسطیني ډلو لخوا د واحد پروګرام په غوره کولو سره له ماتي سره مخ شي .
صهیونیسټ رژیم نیت لري د امریکا د پیړۍ د معاملې د پلان پراساس د روان میلادي کال د جولاۍ له لومړۍ(۱) نیټې څخه له نیواکي سیمو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ډیرو سیمو د یوځاې کولو کار پیل کړي چې پکښې اردن دره او لویدیځې غاړې کښې ټول صهیونیسټ میشته ښارګي شامل دي .