IQNA

د بغداد په شمال کښې د حشد الشعبي د څلورو غړو شهادت

22:33 - July 01, 2020
د خبر لمبر: 3483336
تهران (ایکنا) - د عراق امنیتي سرچینو د صلاح الدین ولایت په بیجي ښار کښې د چاودنې له امله د حشد الشعبي د څلورو ځواکونو د شهادت خبر ورکړ.

د حشد الشعبي څلور ځواکونه د بغداد په شمال کښې د صلاح الدین ولایت د بیجي ښار په غرب کښې د یو چاودنې له امله شهید شول.
د حشد الشعبي د سازمان ۵۱ کنډک د څارنې ګاډۍ چې په بیجي کښې د څارنې په ماموریت و، د سړک په غاړه د بم چاودنې له امله پرې اور ولګیدلو.
د حشد الشعبي په بیانیه کښې راغلې چې دا ترورستي پیښه، د شیخ شعلان مشر شیخ شعلان العوید باندي شوې چې له ژوبلې دو وروستو هغه روغتون ته منقل شوې دی.
3907916

captcha