IQNA

د فلسطین له مظلوم ملته د ایران په ملاتړ د انقلاب د معظم لارښود ټینګار

17:01 - July 06, 2020
د خبر لمبر: 3483351
تهران (ایکنا) - د فلسطین برخلیک نن په حساس پړاو کې دې . په دغه تارخی پړاو کې خطرناکه دسیسه برابروی چی هدف یې د فلسطین د هویت له مینځه وړل دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای  د فلسطین د وروستیو بدلونونو  په هکله د حماس د سیاسی دفتر د مشر لیک ته په ځواب کې د دغه ټاټوبی له مظلومو خلکو د ایران په ملاتړ او د صیهونیسټ د غاصب او جعلی رژیم د شر په لیری کیدا ټینګار وکړ .

د رهبرۍ ستر مقام  په دغه لیک کې اسماعیل هنیه ته په خطاب کی  چی د ګل په ورځ خپره شوه ، د امریکا او صیهونیسټ رژیم له دسیسو سره په مقابله کې د حماس له اقداماتو په قدرونې سره چی د اسلامی امت د سرلوړیتوب او عزت سبب شوی دي ، جوته کړه زبون دښمن چی په میدانی ډګر کې یې نه جبراندیونکی ماتې خوړلی دي ، خپلې پراختیا غوښتنې سټراتیجۍ او فلسطینی مسلمانانو د حقوقو ضایع کول لومړې د مظلومې غزې په کلابندۍ او اقتصادی دباو او بیا د خبرو اترو و د سولې او ساز باز د طرحې په چلول سره  تعقیبوی .

د فلسطین برخلیک نن په حساس پړاو کې دې . په دغه تارخی  پړاو کې خطرناکه دسیسه برابروی چی هدف یې د فلسطین د هویت له  مینځه وړل دی . دغه دسیسه د پیړۍ معاملې دننه  پلان شوی ده . نښې نښانې ښی چی صیهونیسټ غاصب رژیم د امریکا په نیغ په نیغه مرستې سره په دې پسې دی چی د نیواکی ټاټوبیو اجتماعی او سیاسی جوړښت بدل کړی . د دغې طرحې اصلی هدف  لومړې صیهونیسټ رژیم  په یوه یهود ملت او هیواد بدلول دی او بیا په دوهم پړاو کې به د ۱۹۶۷ ټاټوبی په چوکاټ کې فلسطینانو ته محدود رواوالې او حاکمیت ورکړی .

د فلسین د مسلو کارپیژاندې مجید صفا تاج  د پیړۍ معاملې په چوکاټ کې د امریکا د هدفونو په شننه کې وایی ، اسراییل په دې پسې دې چی د پیړۍمعاملې په اووږوکې د فلسطینیانو د ورستنیدا حق  له مینځه یوسی او عربستان اوامریکاد همدغه موضوع په عملیاتی کولو پسې دي .

د دغې دسیسې شنډیدا له مبارزې او مقاومت پرته ممکن ندی . د فلسطین مسله په حقیقت کې د یوه ملت د تاریخی حق د ترلاسه کولو لپاره ستر جهاد دې . له همدې امله ده چی د رهبرۍ ستر مقام  د حماس د سیاسی دفتر د مشر د لیک په ځواب کې د دښمن د سپیرو نقشو د شنډولو لپاره د فلسطینی دلو او خلکو  د یوموټی والی او وحدت او ځیرتیا د ساتلو په ضرورت په ټینګار سره  جوته کړه  ،د ایران اسلامی جمهوریت د تیر وخت په شان د دینی او انسانی دندې په حکم او د اسلامی انقلاب د ارزښتی اصول په اساس  د فلسطین له مظلوم ملت د ملاتړ او د هغو د حقوقو د احقاق او همداراز د صیهونیسټ د غاصب اوجعلی رژیم د شر د لیری کولو لپاره له هیڅ هلې ځلې او کوشش ډډه ونکړی .  

هغه څه چی مسلم دی  دا دي چی له یوې خوا دغه فلسطین ستر مقاومت په تاریخی پړاو کی راغلی چی دغه دومره کلونه ورپاره مقاومت او مبارزه وشوه  ، له بل پلوه دا د اسلامی نړۍ مسولیت دې د فلسطینی ملت د ازادۍ او ژغورنې لپاره هڅه او مجاهدت وکړي .

د اسلامی ایران سیاست په دغه ستره دنده عمل کول اوپه هرو شرایطو کې د فلسطین له مظلوم ملته ملاتړ کول دي . په حقیقت کې له اسلامی ایران سره د دښمنۍ یو علت د فلسطینی ملت له حقوقو د ملاتړ دوام دې ، خودغه دښمنیانې او دباونه به سبب نشی چی ایران د فلسطین په موضوع کې له خپلو دریځونو  تیر شی .

دا پاڅون او دغه پریکنده اراده به په پریکنده توګه د فلسطین برخلیک د فلسطینی ملت د ایډیال په لړ کی شی . دا هماغه ټکې دې چی د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسماعیل هنیه د لیک په ځواب کی یوځل بیا په هغه تینګار کړې دې .

تهران راډیو

captcha