د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین د وروستیو بدلونونو په هکله د حماس د سیاسی دفتر د مشر لیک ته په ځواب کې د دغه ټاټوبی له مظلومو خلکو د ایران په ملاتړ او د صیهونیسټ د غاصب او جعلی رژیم د شر په لیری کیدا ټینګار وکړ .
د رهبرۍ ستر مقام په دغه لیک کې اسماعیل هنیه ته په خطاب کی چی د ګل په ورځ خپره شوه ، د امریکا او صیهونیسټ رژیم له دسیسو سره په مقابله کې د حماس له اقداماتو په قدرونې سره چی د اسلامی امت د سرلوړیتوب او عزت سبب شوی دي ، جوته کړه زبون دښمن چی په میدانی ډګر کې یې نه جبراندیونکی ماتې خوړلی دي ، خپلې پراختیا غوښتنې سټراتیجۍ او فلسطینی مسلمانانو د حقوقو ضایع کول لومړې د مظلومې غزې په کلابندۍ او اقتصادی دباو او بیا د خبرو اترو و د سولې او ساز باز د طرحې په چلول سره تعقیبوی .
د فلسطین برخلیک نن په حساس پړاو کې دې . په دغه تارخی پړاو کې خطرناکه دسیسه برابروی چی هدف یې د فلسطین د هویت له مینځه وړل دی . دغه دسیسه د پیړۍ معاملې دننه پلان شوی ده . نښې نښانې ښی چی صیهونیسټ غاصب رژیم د امریکا په نیغ په نیغه مرستې سره په دې پسې دی چی د نیواکی ټاټوبیو اجتماعی او سیاسی جوړښت بدل کړی . د دغې طرحې اصلی هدف لومړې صیهونیسټ رژیم په یوه یهود ملت او هیواد بدلول دی او بیا په دوهم پړاو کې به د ۱۹۶۷ ټاټوبی په چوکاټ کې فلسطینانو ته محدود رواوالې او حاکمیت ورکړی .
د فلسین د مسلو کارپیژاندې مجید صفا تاج د پیړۍ معاملې په چوکاټ کې د امریکا د هدفونو په شننه کې وایی ، اسراییل په دې پسې دې چی د پیړۍمعاملې په اووږوکې د فلسطینیانو د ورستنیدا حق له مینځه یوسی او عربستان اوامریکاد همدغه موضوع په عملیاتی کولو پسې دي .
د دغې دسیسې شنډیدا له مبارزې او مقاومت پرته ممکن ندی . د فلسطین مسله په حقیقت کې د یوه ملت د تاریخی حق د ترلاسه کولو لپاره ستر جهاد دې . له همدې امله ده چی د رهبرۍ ستر مقام د حماس د سیاسی دفتر د مشر د لیک په ځواب کې د دښمن د سپیرو نقشو د شنډولو لپاره د فلسطینی دلو او خلکو د یوموټی والی او وحدت او ځیرتیا د ساتلو په ضرورت په ټینګار سره جوته کړه ،د ایران اسلامی جمهوریت د تیر وخت په شان د دینی او انسانی دندې په حکم او د اسلامی انقلاب د ارزښتی اصول په اساس د فلسطین له مظلوم ملت د ملاتړ او د هغو د حقوقو د احقاق او همداراز د صیهونیسټ د غاصب اوجعلی رژیم د شر د لیری کولو لپاره له هیڅ هلې ځلې او کوشش ډډه ونکړی .
هغه څه چی مسلم دی دا دي چی له یوې خوا دغه فلسطین ستر مقاومت په تاریخی پړاو کی راغلی چی دغه دومره کلونه ورپاره مقاومت او مبارزه وشوه ، له بل پلوه دا د اسلامی نړۍ مسولیت دې د فلسطینی ملت د ازادۍ او ژغورنې لپاره هڅه او مجاهدت وکړي .
د اسلامی ایران سیاست په دغه ستره دنده عمل کول اوپه هرو شرایطو کې د فلسطین له مظلوم ملته ملاتړ کول دي . په حقیقت کې له اسلامی ایران سره د دښمنۍ یو علت د فلسطینی ملت له حقوقو د ملاتړ دوام دې ، خودغه دښمنیانې او دباونه به سبب نشی چی ایران د فلسطین په موضوع کې له خپلو دریځونو تیر شی .
دا پاڅون او دغه پریکنده اراده به په پریکنده توګه د فلسطین برخلیک د فلسطینی ملت د ایډیال په لړ کی شی . دا هماغه ټکې دې چی د اسلامی انقلاب ستر لارښود د اسماعیل هنیه د لیک په ځواب کی یوځل بیا په هغه تینګار کړې دې .