د وفا خبري اژانس په حواله، د صهیونیستي رژیم له خوا د اردن د لویدیځي غاړې د لاندې کېدو د طرحې په وړاندې د قبرس په پلازمینه نیکوزیا کې د دې رژیم د سفارت مخي ته خلګو مظاهرې وکړې.
هغوی د فلسطیني بیرغ په اوچتولو سره د دې رژیم د سفارت مخي ته راټول شوي وه او د اسرائیل د جعلي رژیم له خوا د فلسطیني سیمو د اشغال غندنه وکړه.
مظاهره چیانو د دغه جنایتکاره رژیم سره په مخالفت کې شعارونه ورکول.
دا په داسي حال کې دی چي د امریکا له د پېړۍ د شرموونکې معاملې پر بنیاد د اسرائیلو نیواک ګر رژیم غوښتل چي د اردن د سیند د لویدیځې غاړې ځمکې لاندې کړي. په داسي حال کې چي دغه سیمه د فلسطین خاوره بلل کیږي.
parstoday.com