IQNA

آیت الله نجفي د سعودي عرب په رسنۍ کښې د مرجعیت سپکاوۍ غندي

11:51 - July 07, 2020
د خبر لمبر: 3483358
تهران (ایکنا) - د عراق دیني مرجع آیت الله بشیر حسین النجفي، د یوې بیانیې په خپرولو سره، د سعودي عرب په رسنۍ کښې د عراق د دیني مرجعیت سپکاوۍ وغندلو.

آیت الله بشیر حسین نجفي په یوه بیاینه کښې، د الشرق الاوسط ورځپاڼې لخوا د عراق د دیني مرجعیت سپکاوۍ وغندلو.
د آیت الله نجفي په بیانیه کښې راغلي: موږ ډیر خواشینی یو چې په عربي هیوادونو کې ځینې مطبوعات د نجف اشرف او د دې عالمانو سپکاوی کوي چې د عربو او اسلامي هیوادونو د ساتنې لپاره ودریدل او د بلا او شر د دفع کولو لپاره یې څې کړې دي.
دوي د الشرق الاوسط ورځپانې د دیني مرجع حضرت آیت الله سید علي سیستاني په ساحت کښې سپکاوی، ډیر دردناک وباله او ویې ویل چې دا د تاریخ په اوږدو کې د دغه ستر مقام او د نجف اشرف د نورو عالمانو د عزت او وطنپالنې مقام په اړه د ورځپاڼې د مدیرانو د ناپوهۍ له امله دی.
آیت الله نجفي د سعودي دغه اقدام په کلکه وغندلو او زیاته یې کړه: "موږ په ځایی چارواکو چیرې چې دا ورځپاڼه خپریږي، غږ کوو چې په عراق کې د مرجع د سپکاوي په کولو دغه مسؤلینو ته سزا ورکړي، او موږ له خپلو تعلیم یافته ځوانانو څخه غواړو تر چې له دې ورځپاڼې څخه لرې وسي.
دوي د دې بیانیې په اخیره کښې ورکړي: نجف اشرف به د دښمنانو د چالونو پروړاندې، د عربي هیوادونو او په ځانګړي توګه د اسلامي هیوادونو ملاتړ کونکۍ وي او په هغو کسانو سلام چې د هدایت لاره یې غوره کړې.
3908874

captcha