د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې د فلسطیني اسیرانو په چارو د غور مرکز پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د غزې په ختیځ کښې د الشجاعیه سیمې اوسیدونکې سعد الغرابلي د صهیونیسټي رژیم د جیلونو د مدیریت له خوا د طبي لټۍ په وجه په شهادت ورسید.
په عین حال کښې د حماس ویاند عبداللطیف القانوع خبرداری ورکړ چې د صهیونیسټانو دغه کار د ټولو سرو کرښو د ترپښو لاندې کولو په معنا دی.
هغه وویل چې صهیونیسټي رژيم له اسیرانو سره په سلوک او چلند پورې له اړوندو نړیوالو پروټوکولونو سره نابلده دی.
القانوع له نړیوالو ارګانونو وغوښتل چې د صهیونیسټي رژيم په جنایتونو غور وکړي.