IQNA

ټولټاکنې ، لکه د شهید سلیماني د جنازې په څیر، له سلیقو هاخوا دی، ټول باید ګډون ولري

21:45 - June 16, 2021
د خبر لمبر: 3484372
تهران(ایکنا) - آیت الله خامنه ای په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: د خلکو ستونزو او په ځانګړي ډول د محرومو خلکو د معیشت ستونزو ته د نه پاملرنې په اړه شکایتونه په ځی دي، خو دا ستونزې باید د یو پیاوړي، زیارکښ، ځواکمن او نه ستړي کیدونکي کس په غوره کولو سره حل شي. خلک به د الله په فضل یوځلې بیا د ایران اسلامي جمهوریت ته به عزت ورکوي او ټولې طبقې به له مختلف سیاسي ذوقونو سره میدان ته راشي او د حاجي قاسم سلیماني د جنازې په څیر، دوي به ټاکنو ته د سیاسي ذوق له نظره هاخوا ګوري.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  د دیارلسم پړاؤ په درشل کې د ایران لوي ملت ته د ریډیو او ټيلیویژن له لارې په خطاب کې وفرمائيل ؛د ایران اسلامی انقلاب د خپل نظام د پیاوړتیا او په دنیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د بیرغ په عزت سره د رپونې لپاره  د ولس په ډګر کې پراخ شتون  اوڅاره رول لوبوي ،په همدې خاطر باید د ایران میړنی او شجاع ملت د استعماري او استکباري قدرتونو د دسیسو او سپيرو موخو د شنډولو په خاطر د انتخاباتو په ورځ یعني دجمعې په مبارکه ورځ د رایو دصندقونو په مرکزونو کې پراخ  شتون پيدا کړي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې وینا کې وفرمائيل ؛ د ایران د ولس ترټولوستره دنده بل سبا د انتخاباتو د رایو په مرکزونو کې پراخ شتون دی او دوهم کار ئې هم د یوه مصلح کس ټاکل دي څو د هغه په اوږو د خپل هیواد چارې ترڅلوروکلونو پورې واچوي او دغه شان دخپل هیواد برخلیک پخپل پراخ او ولولناک شتون سره  وټاکي . دوي همداراز د ټيلیویژن له لارې پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې د ایران ولس به په پراخ ګډون سره داسلامی انقلاب نظام ته یو ځل بیا عزت او احترام ورپه برخه کړي وفرمائيل ،د هیواد اجتماعي  نظام دغه پراخ شتون ته ضرورت لري، څو په دغه پراخ شتون سره د اسلامی ولسواکه نظام چارې د مصلحو کسانو په اختیار کې ورکړي او دغه شان د اسلام اواسلامی ایران دښمنان نهیلي کړي . بهرني دښمنان  په دې ښه پوهیږي ، چې که د ایران ولس کمزوری او له نظامه نهیلی شی نو حتما به اسلامی نظام کمزوری  او مخ په ځوړتیا شي ،خو د ایران شجاع ملت د دښمنانو په دغه شان دسیسو ښه پوه دی  او ان شاا... د انتخاباتو په ورځ به پخپل پراخ شتون سره یو ځل بیا استعماري دښمنان پخپلو سپيرو دسیسو کې ناکام کړي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي دغه راز پخپلې وینا کې وفرمائيل؛په همدې دلیل ده چې دښمن پخپلو درستو پروپیګنډیزو مشینریو، تجهیزاتو سره او د خپلو پيّلو اوتالی څټو او خرڅ شوو ګوډاګیانو په وسیله  له تیرو څو میاشتو راهسې هڅه کوي ،څو  د ایران ملت د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له ګډونه ناامید کړي  او دغه کیدونکي انتخابات تر پوښتنې لاندې راولي  او له ولسه هم دغه انقلاب او بریاوې واخلي . خو دې ځل به هم د ایران ولس د خپل اسلامی نظام ستنې پخپل ولولناک شتون سره یوځل بیا نوره هم پیاوړي کړي .
دوي دغه راز ځوانانو ته په خطاب کې  وفرمائيل ، هغه ځوانان چې په دغو انتخاباتو کې دلومړي ځل لپاره ګډون کوي،باید په انګیزې او ولولې سره  دخپل هیواد دبرخلیک په ټاکنې کې غوره رول ولوبوي  او دښمنانو ته دا وښئ  چې د خپل برخلیک او دخپل هیواد او نظام ساتنه  او ورڅخه دفاع پخپلو رایو سره کوي او هیچا ته دا اجازت نه ورکوي ،چې  ددوي د برخلیک فیصله  له هیواده په بهر کې  او د تالی څټو او خرڅ شوو په لاس  وشي .د ایران دیني ولسواکه نظام دوې برخې لري چې یوه ئې جمهوری او بله ئې هم اسلامی ده ،که جمهوری برخه ترې لیرې شي نو اسلامی برخه ئې هم هیڅکله تحقق نه مومي  
ټاکل شوې ده دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات دراتلونکي جمعې په ورځ په درست  ایران کې او دغه راز د نړۍ په یوسل یو هیوادونو کې دیره دایرانیانو په پراخ او ولولناک شتون سره په یووخت ترسره کیږي
3978035
captcha