ایکناخبری اژانس د سپوټنیک له قوله راپور راکړ، دغه غونډه د د ترکیې او صهیونیسټي رژيم په ګډ نوښت سره ترسره شوه او د ترکیې ،آذربایجان جمهوریت ، قزاقستان او ازبکستان څلورو هیوادونو سفیرانو پکې شتون درلود.
اسرائیل هیوم راپور ورکړی ،په دغې کتنې کې په واشنګټن کې د صهیونیسټ رژيم سفیر میخائيل هرټزوګ،د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یو خپلوال او د ترکیې له سفیر حسن مراد مرکان سره او دغه راز د آذربایجان جمهوریت،قزاقستان او ازبکستان هیوادونو سفیرانو سره په دغې کتنې کې په مختلفو سویو کې د دوي ترمینځ دغږملتیا لپاره دیوه ګډ چوکاټ درامینځةکولو او د دوو اړخیزو او سیمه ایزو زمینو کې له دغو هیوادونو سره د اسرائيلو دملګرتیا لپاره د لارو چارو په باب خبرې اترې وشوې .
اسرائيل هیوم خپرونې دغه راز لیکلی دي،ددغې کتنې نوښتګر،په امریکا کې د یهودي ټولنو دکنفرانس مرستیال مشر او تاجر مالکم هونلین ؤ چې ددغو هیوادونو له چارواکو سره ښئې اړیکې لري .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روانې میاشتې په لومړیو کې په خبري کنفرانس کې وئيلي وو،چې د صهیونیسټ رژيم مشر اسحاق هرتزوګ به د مارچ په مینځ کې ترکیې ته سفر وکړي .اردوغان وئيلي چې دغه سفر به د دوو اړخیزو اړیکو د ارزونې او د ګډو اړیکو د مثبت اړخ په لور د تلو لپاره د بحث او خبرواترو شاهد وي .