د اسلامی دایره المعارف علمی څانګه لوی شورا مشر سید صادق سجادی د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې د دایره المعارف خبرېدو په حقله ؤ ویل: تر اوسه د دایره المعارف ۲۱ ټوکه په چاپ رسېدلې او تقریباْ ۴۰۰ موضوعاتو باندې مختلفې مقالې لیکلې شوی، او د ح ټکې او یو څو مطلبه د خ ټکې پوری تر سره شوی.
هغه د دایره المعارف د شروع کېدو کال ۱۳۶۲ ته اشاره سره زیاته کړه: چې د فارسی ژبه دایره المعارف لیکنې اصلاحات سید کاظم موسوی بجنوردی پیل کوی، او اټکل کوی چې دا د سرچینو کتاب به تر ۵۰ ټوکونو کښې تر سره او خپور شی، اوس د ۲۲ ټوک مقالې لیکلې کېږې چې راروان کال به نشر شی.
د دایره المعارف اسلامی څلور ټوکه په انګلیسې ژبه نشر شو
سجادی د اسلامی لوی دایره المعارف د محتوی په حقله ؤ ویل: دا اثر له تاریخ، کلتور او ایرانی او اسلامی تمدن سره اړوند لرې او موجوده وخت کښې د عربی او انګلیسې ژبه ژباړې له ۸۲ کال نه شروع شوی، چې لومړنی مراحل یی پیل شوی دا کار د یلفرد مادلونګ او فرهاد دفتری لیکنې اصلاحاتو سره په لندن کښې شروع شوی چې دا ټوکونه به د «Encyclopaedia Islamica» په نوم نشر کېږې.
د دایره المعارف ۹ ټوک په عربی ژبه کښې چاپ ته تیار شو
هغه د عربی ژبه ژباړه ته اشاره سره ؤ ویل: تر اوسه ۸ ټوکه د دایره المعارف په عربی ژبه ژباړه شوی، چې ژباړه یی په ایران کښې پیل کېږې، او د هغې توزیع ټول عربی هیوادونو ته شوی، او تر اوسه د دې دایره المعارف په یوه نسخه کښې هم که هغه د فارسی او عربی ژبه ده او که انګلیسې وقفه نه ده راغلې، ۹ ټوک یی چاپ ته تیار دی او راروانو څو ورځو کښې به بازار کښې خپور شی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1450564