قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د شام تشرین ورځپاڼې نه په نقل، د دې جومات د شام اوقاف وزیر محمد عبدالستار السید په شتون کښې پرانیسته وشوه، دا جومات په غربی او اسلامی نړۍ کښې ړومبنی جومات دې چې د حضرت مریم سلام الله علیه علیها په سپېځلې نوم ټاکلې شوی.
محمد عبدالستار د جومات پرانیسته په مراسمو کښې وویل: د دې جومات دا نوم ایښودلو سره به دا د محبت، رحمت، وورولی او په نړۍ کښې د عدالت خپرولو عنوان ته اهمیت ورکولو سره د الله لاری ته سره د محبت او ملګرتیا خپرولو دعوت ورکوی.
هغه زیاته کړه: ړومبی ځل دې چې په غربی هیوادونو او اسلامی نړۍ کښې په دې نوم جومات جوړ شو او د دې جومات نوم د ښه والی او خیر ته بلنه ده.
د شام د اوقاف وزیر وویل: قرآن کریم کښې د سورت نوم د حضرت مریم سلام الله علیها په نوم دې چې دا د دې خبرې نښه ده چې خلک که په هر مذهب باندې وې باید سره خپلو کښې وحدت او یو والی خپل کړی.
هغه همدارنګه تاکید وکړو: د شام ځواکونه د خپل وطن او سپېځلیو نه دفاع لپاره خپل ځانونه وړاندې کړی او مونږ هم باید متحد شو.
محمد عبدالستار السید زیاته کړه: د دې نوم اېښودلو سبب د لمونځ کوونکو او نور له صحیح اسلام سره پیژندګلوی ده او مونږ دې کار سره دا پیغام نورو ته وړاندې کوو چې اسلام وحدت باندې او د اختلاف او ډ ډله ډلبندی نه لرې اوسېدو باندې سختی سره تاکید کوی.
د شام د اوقاف وزیر تاکید وکړو: د جوماتونو خطیبان دې باید له نوی منشور سره سم د دینی خطبو نه چې د اسلام په اصول او د مسلمانانو وحدت او یووالی باندې پر کښې تاکید شوی حمایت وکړی.
د دې مراسمو په ادامه کې، د شام د طرطوس ښار اوقاف ادارې دینی څانګې څارونکې شیخ عبدالله السید، د جومات نښه ییز نوم حضرت مریم سلام الله علیها ته اشارې سره وویل: شام کښې د جوماتونو د شرعی مدارس په عنوان سره له تېر وخت نه د اسلام ښوونې وړاندې کولو او د منځلاری خپرولو بنسټ دې.
ویلې شوی چې دا جومات د یو زر او ۵۰ مېټر مربع په مساحت سره جوړ شوی او د دې جوړېدو کښې اووه میاشتې لږېدلی او د دې جومات جوړولو خرڅ د شام مصطفی عبدالرزاق یمض قبطی په سر اخیستلی.
http://iqna.ir/fa/News/3311627