قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «الفرات نیوز» خبری بنسټ نه په نقل، د آیت الله سیستانی پیغام کښې راغلې: امام صادق علیه السلام جومات باندې ناوړه برید کښې د لمونځ کوونکو او روژه په خولې د یو شمېر مومنانو په شهادت رسېدلو او ژوبل شوو خبر مو تر غوږه شو هغه کورونو او خېلخانو ته چې خپل عزیزان یی د لاسه ورکړی او عزادار دې خواخوږی او غمرازی وایو.
د الله تعالی نه قربان شوی کسانو لپاره د رحمت او مغفرت او پاتی شوې کسانو لپاره ترې د صبر او اجر او ژوبل کسانو لپاره ترې د روغېدو دعا کوم.
آیت الله سیستانی په دې پیغام کښې زیاته کړه: د الله تعالی نه هیله لرم چې د مسلمانانو ټولې سیمې د دښمانانو د شر او ظلم نه امانی محفوظ وساتې.
د عراق د اهل سنتو عالمانو ډلې هم یوه بیانیه د کویت امام صادق علیه السلام جومات کښې د ترهګرو چاودنې په محکومیت کښې خپره کړې او دا یی د عراق او شام ترهګری امتداد وګڼلو.
په دې بیانیه کښې راغلې: د عراق عالمانو ډله دا ذلیل اقدام محکوم کوی او د کویت وروڼوو سره د پیوستون اعلان کوو او ترهګرو سره د مقابلې باندې تاکید کوې او د کویت خلکو نه غوښتنه کوې چې خپل حکومت سره د ترهګرو تر منځه وړولو لپاره یو مټی او متحد شی.
د عراق د عالمانو بیانیه کښې هغې د ایران، عراق او شام ایتلافو نه استقبال سره د ترهګری مقابلې اعلان وکړو چې دا ایتلاف د سیمی د ګټې لپاره دې او د سیمې د ټول هیوادونه امنیت به سنباله وی. دا توافق د یو لوی ایتلاف چې په کې د ټولې سیمې هیوادونه دې شروع ده چې د ترهګرو د منځه وړولو لپاره د همکاری لارې خلاصه وې.
حید العبادی د عراق ړومبی وزیر هم د کویت امام صادق علیه السلام جومات کښې د ترهګرو حمله محکوم کړی او هغه دې ته اشارې سره چې د داعش ترهګری ډلې منحرفه افکار د اسلام مخ ویجاړه وې زیاته کړه: دا حمله د کویت شیعیانو په جومات باندې باید ترهګرو ترمنځه وړولو لپاره د ټولو هیوادونو د اتحاد کولو سبب وګرځې.
د کویت «الصوابر» سیمې امام صادق علیه السلام جومات کښې د جمعه په ورځ د ترهګرو ځانمرګې حمله کښې ۲۷ لمونځ کوونکې شهید او د ۲۰۰ نه زیات کسان ژوبل شوی.
دا چاودنه د جمعه لمونځ په وخت کښې شوی وه.
داعش ترهګری ډلې یوه بیانیه کښې د دې چاودنې مسؤولیت په غاړه اخیستلې او اعلان یی کړې چې دا حمله ابوسلیمان الموحد کړی ده.
http://www.iqna.ir/fa/News/3319820