د ایکنا راپور له مخې، د lomazoma.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، جایزه نبوی سنت او قرآن نړیواله محصلانو مقابلې څلورمې دورې اخیرنۍ مرحله د اماراتو ۲۶ پوهنتونونو نه د ۳۹۱ هلکانو او نجلیو ګډون کوونکو سره او همدارنګه ۱۲ بهرنۍ پوهنتونو نه ۲۱ ګډون کوونکو سره له ۱۹ فروردین نه د څلورو ورځو پورې پيل کېږي.
د شارجه قاسمیه پوهنتون مشر رشاد سالم د مقابلو دې دوره په اړه وویل: امارات قرآن کریم ته په توجه کښې بېلابېل اړخونه لکه حفظ، تلاوت او تجوید لپاره ډېر زیات اقدامات ترسره کړي دي.
هغه همدارنګه د شارجه قرآن او سنت موسسې له همکارۍ او د دې دورې داورانو کمېټې کښې ګډون باندې له هغوي مننه وکړه او اعلان یی وکړو چې د قاسمیه پوهنتون قرآن او سنت جایزه مقابلې دورې داوري به په برېښنايي توګه ترسره کېږي.
د ټول قرآن حفظ، د ۲۰ سپارو حفظ، د ۱۰ سپارو حفظ، د ۵ سپارو حفظ او د نبوی سنت په بېلابېلو برخو کښې به دا مقابلې پیل کېږي چې محصلان به په هر یو کښې مقابله کوي او جایزه یی ۳۰۰زره اماراتي درهم ده چې د وتلې کسانو ته به ډالي کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3704141