د یمن روغتیایي سرچینو خبر ورکړ چې د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۵ یمني ښاریز د سعودي عرب په تازه هوایي برید کښې شهیدان شوې دي.
یمني مسؤلانو ټینګار وکړ چې له ځینو ټپیانو جسماني حالت ته په پام سره، د مړو په شمیر کې د زیاتیدو احتمال شتون لري.
د سعودي عرب په یمن کې جنایات، له شپږو کالو څخه دوام لري او په دې موده کې، د دغه هیواد په زرګونو بې ګناه خلک مړه او ټپیان شوې دي.
3910818