IQNA

له فلسطینیوبندیانو سره په الاقصی اوحضرت ابراهیم جوماتونوکې پيوستون نندارې ته وړاندې شو

23:01 - November 05, 2021
د خبر لمبر: 3484908
تهران (ایکنا)- په زرګونو فلسطینیانو نن د جمعې لمونځ په بیت المقدس ښار او حضرت ابراهیم جومات کې ترسره کړ او له فلسطینیو بندیانو سره ئې خپل پیوستون نندارې ته وړاندې کړ.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د فلسطین لمونځ ګزارو نن سهار وختي  په الخلیل او بیت المقدس ښارونو کې  دصهونیسټ رژيم د پوځ له سختو تدبیرونو سره سره ځانونه دغو جوماتونو ته ورسول . د فلسطین د اطلاع رسونې د مرکز د اطلاعاتو په اساس ،په الخلیل ښار کې  ملی او اسلامي ډلو ټپلو پرون ددغه ښار خلک د جمعې ورځې په پروګرامونو کې ګډون ته بللي وو چې په دغو پروګرامونو کې  دجمعې دسهار لمونځ قایمول  او ورپسې د پرتمینو مظاهرو جوړول  او د شپې مهال کرکې نندارې ته وړاندې کول دي .

داپه داسې حال کې دي ، چې د فلسطین د پتمنو او بندیانو د چارو پلاوي  وئيلي دي ، چې په رمله زندان کې د پنځلسو فلسطینی  بندیانو بدني وضعیّت ترینګلی دی  او لاپسې په خرابیدا دي . ددغه پلاوي په یوې خبرتیا کې راغلي دي ، چې په دغو زیاتره بندیان دخپلو دردونو او کړاؤنو د کمولولپاره څه دپاسه لس ډوله درمل خوري چې له امله ئې د دوي بدني وضعیّت تر خطرناک حده رسیدلی دی، او د نیواکګرو مسئولانو له خوائې هیڅ ډول درملنه نه کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4010770/%D

captcha