ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د اسرائيلو رسندویو د نیواکي فلسطین په تل ابیب ښار کې په یوه پارکینګ کې دستر اور د لمبو د پورته کیدا خبر ورکوي .
په راپور کې وئيلي شوي ، عبري ژبې رسندویو بیګا وئيلي دي ، دغه ستر اور د تل ابیب په جنوب کې په هاتساویرا واټ کې واقع په یوه پارکنګ کې لګیدلی چې وئيل کیږي ، هماغه راز په پراخیدو دی .
یدیعوت خبری سایټ هم لیکلي دي و په دغه اور پسې دپارکنګ دننه یوه چاودنه هم شوي چې ظاهرا په دغه ځاي کې په انبار شوو چاودیدونکو توکو سره اړونده ده .
یسرائيل هیوم هم پخپل خبری سایټ کې وئيلی دي ، له دغې چاودنې وروسته د اور دکنټرولولو لپاره سیمې ته اور وژونکي ګاډو تګ راتګ زیات شوی دی . د عینی شاهدانو په وینا ، دغه اور په یوه ګاډي داخله پيل شوی او ډير زر له هماغه ځاي سره نزدې د هغو موادو زیرمې ته غزیدلی چې له چاودیدونکو توکو ډکه وه .
د اور وژونکي ادارې ماموران د شاوخواودانیو ته د اور د غزیدا په باب خبرداری ورکوي . په دې اړه نور جزیات د خبر ترمخابیره کیدا پورې نه دي ترلاسه شوي