IQNA

وحشي صهیونیسټانو د تلمودي آدابو دترسره کولو لپاره په الاقصی جومات یرغل وکړ

15:49 - December 28, 2021
د خبر لمبر: 3485190
 تهران(ایکناَ) – صهیونیسټي ښارګوټي اوسیدونکو نن سه شنبې سهار مسجد الاقصی ته په غیرقانوني ورتلو سره دلته د یهودیت د دین تلمودي آداب ترسره کړل . 

   ایکناخبری آژانس راپورراکړ،د صهیونیسټي جنایتکار رژيم  پولیسو،له نن سهار وختي راهسې،د صهیونیسټ میشته ښارګوټو داوسیدونکو د ملاتړ په خاطر،له باب المغاربه څخه په ورتلوسره دالاقصی جومات په انګټو باندې یرغل وکړ .

د صهیونیسټ رژيم پولیسو او صهیونیسټ میشته ښارګوټي اوسیدونکو د الاقصی جوما په صحنونوکې په تلوراتلوسره ددغه جومات په ختیځي برخې کې له باب الرحمه سره نزدې د یهودیانو تلمودي آداب ترسره کړل .

  الاقصی جومات باندې په داسې حال کې صهیونیسټي نیواکګر او جنایتکار دوامدارې حملې کوي،چې د نړیوالو قوانینو په اساس،د اردن د اوقافو له وزارت سره اړ ونده دقدس د اوقافو اداره،د قدس ښار اودهغو دمقدساتو د اوقافو رسمي څارونکی وزارت دی اوصهیونیسټان د مسلمانانو مقدساتو ته د واریدیدو ا جازت نه لري . 

 ددغو صحنو یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.  

https://iqna.ir/fa/news/4024173

captcha