ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ، د پاکستان د مذهبی او سیاسی ګوندونو سره له اړونده غوره شخصیّتونو څخه جوړ د فلسطین له آئيډئيل څخه دملاتړ فاؤنډيشن لوړپوړو مسئولانو نن په کراچۍ ښار کې په یوې ناستې کې د امریکا په مشرۍ او د صهیونیسټ رژيم دسمندري مانورې تر څنګ دعربستان پشمول دځینو مسلمانو هیوادونود وروستۍ سمندري مانورې ترسره کیدا په کلکه محکومه کړې او دا ئې یوه ستره دسیسه بللې ده .
له فلسطینه دملاتړ فاؤنډیشن عمومی منشی صابر ابو مریّم د بیت المقدس د آزادۍ ددغې ډلې د مشرانو له غونډې وروسته په خبري کنفرانس کې دقدس له نیواکګر رژيم سره د سازباز کونکو هیوادونو ترڅنګ په دغې مانورې کې دپاکستان دشتون په باب په ځينو راپورونو هم اندیښنه څرګنده کړه . هغه د پاکستان واکوالانو ته په خطاب کې ووئيل ، اړونده چارواکي دې د قضیې حقیقت زرترزره بیان کړي او د وروستیو راپورونو په باب دې خپل دریځ روښانه کړي . ځکه په هغو ډلو کې شاملیدل او ورسره هرډول تعامل چې نیواکګر او قاتل صهیونیسټي رژيم پوځ پکې شتون لري ، د فلسطین د ملت له آئيډیالونو سره توپیر لري او دغه راز له فلسطین او د قدس شریف د آزادۍ په ملاتړ کې د پاکستان له اصولو سره په تضاد کې دی .
په پاکستان کې له فلسطینه د ملاتړ د فاؤنډيشن نورو مشرانو هم په دغه خبري کنفرانس کې د بیت المقدس په پلازمینې دیوه خپلواکه هیواد د درلودلو لپاره د فلسطین پر اساسی او روا حقوقو باندې په ټينګار سره ، له وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره د سازباز کونکو په صف کې د شاملیدا لپاره پر نورو هیوادونو د دباؤ داچولو لپاره په سیمې کې دځينو واکوالانود پټو هلوځلو په باب خبرداری ورکړ او په ډاګه ئې کړه ، د پاکستان سیاستوالان او ولس به هیڅکله هم د نیواکګر صهیونیسټي رژيم دجنایتونو د پټولو په دسیسې کې شتون ونه زغمي .