د فلسطین الیوم د راپور سره سم، د جمعې په ورځ کې هم د فلسطین په مختلفو سیمو کې په عامو وګړو باندې د صهیونیستي رژیم د ترهګرو ځواکونو بریدونه دوام درلودل.
د فلسطین د سره میاشت د کمیټې چارواکی احمد جبریل رسنیو ته وویل چي د اردن د سیند د لوېدیځي غاړي په شمول د فلسطین په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم د ځواکونو په بریدونو کې ګڼ شمېر فلسطینیان زخمیان شوي دي.
صهیونیستي ځواکونو د بیت الدجن په سیمه کې په فلسطیني وګړو باندې په برید کې له اوښکي بهوونکې ګاز او پلاسټیکې مردکو څخه کار اخیستی دی.
همدارنګه د نابلس په جنوبي سیمه کې هم صهیونیستي ځواکونو په یوې کلي باندې په برید سره لسګونه فلسطینيانو ته مرګژوبله اړولې ده.
خو د صهیونیستي ځواکونو د تېریو او بریدونو سره سره، چي د روژې د میاشتې را په دې خوا زیات شوی دی فلسطینیان له الاقصی جومات څخه دفاع ته دوام ورکړي او تېره ورځ هم کابو ۲۰ زره فلسطینیان د جمعې په لمانځه کې ګډون کړي وه.
اسرائیل هڅه کوي چي په الاقصی جومات باندې په پرلپسې بریدونو او د لمونځ کوونکو په ځپلو سره، مسلمانان له الاقصی جومات څخه بند کړي او یاد جومات د یهودیانو په معبد باندې بدل کړي.
https://parstoday.com/ps/