له بل پلوه د بصرې ولایت دشمال په لور د فاؤ سړک په لاره کې دحسینی موکبونه هم جوړ شوي دي څو دحسینی زیارتوالو لپاره خواړۀ، دڅښاک شیان او د آرام لپاره مرکزونه برابر کړي. دغه لاریون له دولسو تر څوارلسو ورځو پورې اوږدیږي.
دعراق په واسط ولایت کې حکومتي مسئولانو وئيلي دي چې د اربعیّن د دستورو د امنیت د تامینولو ځانګړي کمیټې ، خپلې امنیتی ، روغتیائي او خدماتي کاري ډلې ئې ټاکلي دي او همداراز ددغه پلان د اجرا او پيلبیدا نیټه ئې هم ټاکلې ده .
ددغې کمیټې مشر محمد المیاحي ووئيل، ددغې کمیټې فعالیت به د ستمبر میاشتې له هماغه پیله ،یعني سر له سره نن پیل شي . هغه زیاته کړې ده، دغه تاریخ دایراني لوري په غږملتیا سره مشخص شوی او ټاکل شوې دا ده چې هره ورځ د مهران ،زرباطیه سرحدي لارو څخه کابو یو لک کسان عراق ته وارد شي.