ایکناخبری آژانس د یورک پریس له قوله راپور راکړ،په ټانګ هال کې د یورک جومات او اسلامی مرکز په ۲۰۲۲کال کې د بریټش بیکن ماسک(Britishbeaconmosque) په نامې سره د بریتانیا د جوماتونو په کلنۍ جایزو کې چې؛تازه مسلمان شوو ترټولو ښو خدماتو؛ نومې جایزې د ترلاسه کولو کاندید شوی دی.
جیوري پلاوی یا قاضیان،به نهائي کاندیدان وارزوي او عمومی رای اخستنې،د نومبر په شپږویشتمه نیټه په شنبې ورځې پاي ته رسیږي او غوره شوي نامې به دنومبر په اوه ویشتمه نیټه په اتبار ورځې اعلان شي.
کرسټي چې د تازه مسلمان شوو میرمنو ډله ئې تاسیس کړې ده، وائي؛ فکر کوم حیرانونکی خبره ده چې مونږ کاندید شوی یوو، ما دغه ډله په ۲۰۱۹ کال کې جوړه کړې او د کرونائي بحران اوج ته له رسیدا سره سره مو ډيره وده کړې ده.
هغه وائي،دا ډير لوي بریالیتوب ؤ.یورک جومات د هرچا لپاره منونکی او ډول ډول پروګرامونه لري او تل هڅه کیږي څو ځانونه ښه کړو،او یو داسې چاپیریال رامینځةکړو چې په هغه کې آرامښت احساس کړو او ځان د مسلمانې ټولنې یوه برخه وګڼو.
میرمن کریسټي وائي،ډير ویاړکوم چې یو داسې شی چې د نوو مسلمان شوو څخه دملاتړ لپاره مو یوې واړې آئيډیا په توګه پیل کړې ،په دومره ستر بریالیتوب بدل شي چې د چاروالو له خوا دغه جایزه په رسمیّت پيژندل شوې ده.دا چاره د هغو ټولو کسانو د هلوځلو پامته داره ده چې مرسته ئې کړې ده اوکه بریالي شو،نو حیرانونکی کار به وي.