IQNA

د انځورونو په چوکاټ کې په انګلستان کې د اسلامی هنر لومړنۍ او ترټولو ستره ګالري

15:06 - November 07, 2022
د خبر لمبر: 3486423
ایکنا-(تهران) داسلامی هنر او ډالیو ګالری(Artz-i)، د انګلستان د براډفورډ ښار په  لانګ سایډ لین کې د پخوانیو انتیکو شیانو یوه برخه، د ایرانیو ،اسپانیائي ،ترکیه ای، مصري او بغدادي هنر لباره په یوې فضا بدله کړې ده.

ایکناخبری آژانس د Telegraph and Argus له قوله راپور راکړ،ددغې ګالرئ بنسټګر چې محمد رسول نومیږي،د ښآر له مرکزه ئې د  Artz-i  پخواني پلورنځي دلته منتقل کړی څو د  خاصو اخستنو یوه تجروبه رامینځةکړي.

دغې ګالرئ په امریکا او انګلستان کې له درست براعظم څخه ډير زیات ګاهکان جذب کړي دي.

محمد چې درستې نړۍ ته ئې سفرونه کړي دي او په نیویارک کې ئې د ډیرو بیلګه برنډونو لپاره کار کړی دی،ووئيل،مونږ یوازې د خپلو سیالانو د موندلو لپاره ډيرې څيړنې کوو،په حقیقت کې هیڅوک  هغه کار چې مونږ ئې ترسره کوو ،نه ترسره کوي.کله خلک  هغې ګالرئ یا نندارتون ته  ئې لرو،ورځي، یوازې وائي ،وائ ډيره ښکلي او حیرانونکي ده؛

ددغې ګالرئ مالک وائي، تاسو په آزادۍ سره دلته راتللی شئ څو  له  هغو ډيرو مختلفو شیانو خوند واخلئ چې احتمالا هیڅکله به مو له دې مخکې تجروبه کړي نه دي،د ماشومانو لپاره ئې لیدل  او ورڅخه الهام اخستل ډير ښه دي. مونږتل خلک هڅوو چې راشي اودلته وګرځي.

محمد مخکې وائي،دغه وسایل او شیان ډيراوږد تاریخ لری.زما لازیات پلورل یعنی کابو اتیا فیصده آنلان پلورنه ده. له دغو اتیا فیصدو څخه څلویښت فیصده نړیوال پلورل  او زیاتره ئې له امریکا دي. لندن هم دمونږ یو لوي ګاهګ دی.

دیوالونه له  خاصو سفارشي او پر اسلامی اعتقاداتو مشتمل هنري آثاردي، دخداي په نامې سره  له ۹۹ کاڼو او په دښتې کې د اوښ له انځوره  رانیولې،د قرآن دقرائت لپاره تر د سکِن وړ QR   کوډونو پورې.

 له اسلام څخه په الهام سره په زرګونو ماډرن او دودیزهنري آثار موجود دي چې دا ټول ئې د اسلامی هنر په یوې ترټولوسترې ګالرئ بدل کړيدي.

محمد چې په مانچسټر کې لوی شوی دی ،وائي،د ۲۰۱۴کال په دسمبر کې مو ددغې ګالرئ مخ کتنه کړې ده.

 https://iqna.ir/fa/news/4097356/%

captcha