IQNA

د لیور پول فټبال کلب یوه ملغلره(محمد صالح) خپل دین او هیواد نه پریږدي

7:34 - December 17, 2022
د خبر لمبر: 3486612
ایکنا-(تهران) د انګلستان یوې ورځپاڼې  د لیور پول فټبال کلب د مصري لوبغاړي محمد صلاح ته د قټبال د پلویانو د توجه او لیوالتیا په غبرګون کې  هغه په دې خاطر چې خپل دین او هیواد ئې هیر کړی  نه دی ،قدرونه و ستاینه کړې ده.

ایکناخبري آژانس د بطولات له قوله راپور راکړ،د انګلستان ؛لیورپول اکو؛انګریزي ژبې ورځپاڼې په متحده عربی اماراتو کې د لیور پول فټپال کلب مصري لوبغاړي محمد صلاحته د فټبال د پلویانو دتوجه او لیوالتیا په باب په یوه راپور کې  لیکلی دي،  په  آل مکتوم  سټيډیم کې له سیالۍ مخکې د وارم آپ لپاره د محمد صلاح د واریدیدا په وخت  په دغه سټیډیم کې د موجود خلکو په یو هیړ د هغه د هرکلی لپاره دریدا کومه عجیبه خبره نه وه.هغه دعربو هیوادونو  په فټبال کې د تمدن ځلونکی او پنځونکی دی او دا کومه مغالطه نه ده که ووایو چې محمدصلاح د میلیونونو خلکو اتل دی،چا چې د خپل فټبال پیل د مصر په ؛المقاولون؛ کلب کې پیل کړی او اوس د انګلستان په برتر لیګ کې په یوه ستوري او سټار بدل شوی دی.

ددغه راپور په یوې بلې برخې کې د مسلمانانو په نسبت د لیدتوګو په بدلیدا کې دمحمد صلاح د اغیزشیندنې په باب  راغلي دي،په ۲۰۱۹کال کې له دې یوازې څو اونۍ وروسته چې محمد صلاح له لیور پول سره مرسته وکړه څو په ماډریډ کې د اروپا د اتلانو په لیګ او ټورنامنټ کې اتل شي،د سټنفورډ پوهنتون  څيړنو وښودله چې په لیورپول کلب کې د صلاح د شتون په دوو کلونو کې په مرسي سایډ کې د مسلمانانو په ضدد کرکې  اونفرت له امله جرمونه،  اتلس اعشاریه  نهه فیصده کم شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4107130/%D

captcha