ایکناخبری آژانس د آوا له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو دحکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ،محصیلې به تر بلې خبرتیا پورې ددغه هیواد پوهنتونونو ته د تلو اجازت ونه لري.
طالبانو په افغانستان کې بیرته واک ته په رسیدا سره دانجونو په وړاندې له شپږم صنفه د پورته درسونو دروازې وتړلې او دغه راز ئې په ادارو کې کارکونکي ښځې هم په کورونو کې کیښونلي دي ،حال دا چې د طالبانو موقته حکومت بیا هم دنړیوال رواوالي دترلاسه کولو هڅه کوي چې د میرمنو دحقوقو رعایتول د نړیوالې ټولنې تر ټولو لومړنۍ غوښته ده.
په راپور کې وئيل شوي دي،د طالب حکومتي کابینې له غونډې وروسته دغه فیصله اعلان شوې ده دغې فیصلې د ښځو او انجونو پر حقوقو د طالبانو په واکمنۍ کې یو بل سخت ګوزار حسابیږي. داپه داسې حال کې دي چې د لوړو زده کړو د منع کیدا دغه فیصله هاله شوې چې له درو میاشتو هم کمه موده کیږي ، چې په درست افغانستان کې په زرګونو ښځو او ا نجونو پوهنتونونو ته د رسیدا لپاره عمومی کنکور امتحانونه ورکړي او ډيرو دا هیله درلوده چې تدریس او طبي څانګې د راتلونکي کار په توګه وټاکي خو بیا هم ونه شوه.
په عین حال کې د ملګروملتو د بیړنیو مرستو غږملونکي مارتین ګریفیتس پرون دافغانستان په باب دامنیت شورا په ناستې وئیلی دي ،په افغانستان کې پر میرمنو او انجونو د هرې ورځې خنډ،نه او محدودیّتونه ، په دغه هیواد کې د انسان دوستۍ په فعالیتونو کې د میرمنو د ګډون مخه نیسي. همداراز په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستیالۍ دپلاوي ددفتر مشرې رزااونببایوا هم هغو زیاتیدونکو چیلنجونو ته په اشارې سره چې افغان میرمنې او انجونې ورسره لاس اوګریوان دي ، ټينګار وکؤ، له کار او پرانیستو فضاؤ څخه دمیرمنو محرومول افغانستان ته سخت تاوان رسوي.