IQNA

د شهیدسلیماني سترکار د مقاومت د جبهې ساتل ، وده، احیا او سنبالول وو

16:00 - January 01, 2023
د خبر لمبر: 3486687
ایکنا-(تهران) داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علی خامنه ای نن د سردار سلیماني  له کورنۍ او د کلیزې لمانځلو کمیټۍ له غړیو سره په کتنه کې د سردار سلیماني د مجاهدت په اړه د بی بدیله انسان په توګه د سید حسن نصرالله ګواهی د مقاومت په احیا کې د سردار سلیماني د کار د اهمیت په  درک کې ستر باب وباله .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت  ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د مقاومت جبهې ته تازه روح پو کول د سردار شهید قاسم سلیماني ډیر ستر او اساسی کار وباله او زیاته یې کړه، سردار سلیماني د مقاومت په مادي ، معنوی او روحي پیاوړتیا سره د صیهونیسټ رژیم و امریکا او نورو استکباري هیوادونو په وړاندې دغه تلپاتي او وده لرونکی ښکارنده سنباله ، احیا او وساتله .

حضرت ایت الله العظمي سید علی خامنه ای نن د سردار سلیماني  له کورنۍ اود کلیزې د لمانځونکی کمیټۍ له غړیو سره په کتنه کې د سردار سلیماني د مجاهدت په اړه د بی بدیله انسان په توګه د سید حسن نصر الله ګواهی د مقاومت په احیا کې د سردار سلیماني د کار د اهمیت په  درک کې ستر باب وباله .

حضرت امام خامنه ای له صیهونیسټانو سره په مقابله کې د فلسطینیانو پرمختګ او په عراق ، سوریې او یمن کی د مقاومت بریاو ته په اشاری سره زیاته کړه سردار سلیماني د سپیڅلی دفاع د کلونو له تجروبو او خپلو ملګروله سلاومشورو په استفادی سره مقاومت د هماغو هیوادونو په داخلي امکاناتو په تکیې سره پیاوړې کړ .

د رهبرۍ ستر مقام همداراز د داعش د سترې مسلې د ختمولو اود هغې د ډیرو جرړو له مینځه وړل د سردار سلیماني له مهمو کارونو وبلل او زیاته یې کړه شهید سلیماني په هغه قضییه کې هم ښه امتحان ورکړ .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود همداراز د سپاه د قدس ځواک د قوماندان سردار اسماعیل قااني له ستایونکیو فعالیتونو په قدرونی سره وفرمایل د مقاومت ټولګه ځان د اسلامی ایران  سټراتیجیکه ژورتیا او د اسلام لاسونه او وزر بولي او دغه حرکت به په همدې لړ کې دوام ولرلې شی .

د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی په ۲۰۲۰ میلادي کال کې عراق ته د رسمي سفر پر مهال د بغداد په هوایي میدان کې د حشد الشعبي له مرستیال ابومهدی المهندس سره یو ځای د امریکا د هغه وخت د ولسمشر ټرمپ په حکم په یوه جنایتکارانه او غیرقانوني اقدام کې د امریکاد هوایي ځواکونو له لورې په نښه او په شهادت ورسېدل.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125598

captcha