IQNA

په ایران کې د انګلستان د جاسوسي ادارې یو ترټولو مهم غړی وینول شو

14:39 - January 12, 2023
د خبر لمبر: 3486739
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو وزارت  په یوې اعلامیې کې ووئيل،د ایران په حساسو مرکزونو کې د انګلستان د جاسو سی ادارې یو ترټولو مهم  عامل ، د امام الزماه(عّ) دګمنامو مامورانو په لاس  وپيژندل او ونیول شو.

ایکناخبری آژانس د اطلاعاتو وزارت د عمومي اړیکو ددفتر له قوله راپور راکړ،دغه وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي،دایران په حساسو او سټراټژيکو مرکزونو کې د انګلستان د جاسوسي ادارې یوترټولو مهم نفوذي عامل نیولی  او نامعلوم ځاي ته ئې منتقل کړی او پلټنې ترې روانې دي.په اعلامیې کې راغلی دي،د امام الزمان(ع) دګمنامو مامورانو په وسیله په یولړ اوږدو،پيچلو او څو مرحله ایزو عملیاتو کې  د علی رضا اکبري په نامې سره دغه نفوذي جاسوس چې د هیواد ځینو حساسو ادارو ته  ئې لاس رسی درلود او په هماغه حد کې ئې ځیني  حساس اطلاعات هم د دښمن جاسوسي  ادارې ته ورکړي،د اطلاعاتو او ثبتونو له بشپړتیا وروسته د دغو مامورانو منګولو کې ګیر شو.

 په دغې اعلامیې کې دا هم وئيل شوي چې دغه کس څو ځله بهر هم تللی او بیا هم تر تعقیب لاندې ؤ او پر ځينو ډيرو حساسو ځایونو کې د نفوذ په لټه کې ؤ چې بلاخره  هم وینول او پلټنې ورځينی روانې دي چې په دې اړه له پلټنو وروسته به نورجزیات هم رسندوئي شي.

اعلامیه زیاتوي ،د ایران د اسلامی جمهوریت د امام الزمان ګمنام ماوران په ډاګه اعلان کوي، که څه هم انګریز خبیث دښمن توانیدلی ددغه کس له کمزورتیاؤ استفاده وکړي، او غه وګماري ،خو یقینا نه پوهیږي چې  ترلاسه کړي کوم اطلاعات او دهغوی  ورکړل شوي هدایات سم  او په ځاي وي، ان شاالله په خداي  اقدس باندې په توکل او اهل بیت او عصمت وطهارت  علیهم السلام سره په توَسل سره به ددښمن نفوذي  عناصر او جاسوسان چې په هرې سوئې وي ، له قانوني منګولو بچ پاتې نشي او  خپل انجام ته به ورسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4114021/%D8

captcha