IQNA

د مشهور مسیحي پادری په اسلام منلو باندې پراخ انعکاسونه رامینځةشوي

13:14 - March 01, 2023
د خبر لمبر: 3486974
ایکنا-(تهران)په اسلامی او مسیحي ټولنو کې د امریکا د یوه نامتو پادري  اسلام ته مخه کولوپراخ غبرګونونه درلودلي دي.

ایکناخبری آژانس د میډل ایست مانیټور له قوله رپور راکړ،د یوه مهشور امریکائي پادري هیلريّن هیګي دمسلمان شونې خبرخپریدا پراخ انعکاسونه درلودلي دي.

د کیلفورنیا اوسیدونکي هیلریّن هیګي پلار،چې مخکې د روسیې د ارتدوکس کلیسا پادري ؤ،پخپلو پيروکارانو کې ئې چې ډير صابر او مهربان ګڼل کید،ډیر احترام کیږي.

هیګي چې نامه ئې په سعید عبداللطیف بدله کړې ده،پخپل ټولنیزچینل کې ئې د اسلام دم نلو په اړه لیکلي دي،دعامو خلکوپه مینځ کې یوراهب اوپادری او په تنهائئ کې مسلمان نشم کیدلی.

هیګي زیاته کړې ده ،چې د اسلام شغلو او وړانګو دهغه روح  شل کاله مخکې په آپالاچیا سیمې کې په یوه پوهنتوني ښارګي کې په یوه ورکوټي اسلامی مرکز کې راویښ کړ.البته هغه  په همدا وروستیو کې خپله مسلمان شونه اعلان کړې ده.

هیګي مخکې ووئيل، د یوه مینځ عمره پادری په توګه ، زما ژوند تردې مرحلې پورې مشخص ؤ، ما تر  خوښې وړ  د پادري په توګه دندې تردلودلې په ټولنې کې هم دمنلو وړ وم . په عین حال کې باطني اعتقادات مو بدل شوي دي،یو داسې تخم چې له کلونو مخکې کرل شوی، اوس ئې غوټی او جوکې کړي دی.

د امریکا دمسلمانانو یوه مشر یاسر قاضي پخپل یوه ټویټ کې ددغه خبر په غبرګون کې لیکلي دي، کور ته بیرته ستنیدا.

پخوانی مسیحي پادري  چې په همداووروستیو کې ئې اعلان کړی ؤ نیّت لري په کیلفورنیا کې یوه ختیځي عیسائي خانقاه(Christian monastery) جوړه کړي،ووئيل، اسلام ته دهغه ګروهنه په حقیقت کې دغه دین ته بیرته ګرځيدل دي او اوس احساسوي چې خپل کور ته بیرته ستون شوی دی

هیګي  ووئيل اوس د ما لپاره د اسلام دین ته لاژور تلل پیل شوي،لاژور فکر کول ، له دین سره عشق، له پیغمبر(ص) سره عشق  او له مت سره عشق.

 هغه زیاته کړې ده ،هغه له درستې دنیا دخلکو تماسونه او پیغامونه ترلاسه کوي چې له هغه ددغه کار دلیل وپوښتني . هغه د خپل یاددښت په پاي کې د قرآن کریم د اعراف سورې ۱۷۲آیت  ته  اشاره کړې ده؛ وَإِذْ أَخَذَ رَبُّکَ مِنْ بَنِی آدَمَ مِنْ ظُهُورِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنْفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّکُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا ۛ أَنْ تَقُولُوا یَوْمَ الْقِیَامَةِ إِنَّا کُنَّا عَنْ هَٰذَا غَافِلِین.» ( او یاد کړه کله چې خدای ته د آدم دبچیان له نسله دهغوي په ذریّة کې راوستې او هغوي پر ځان ګواه کړل چې آیا زه دتاسو پروردګار نه یم ؟ ټولو ووئيل؛ هو! مونږ ګواهي ورکوو(ځینو مفسرانو لیکلي دي،مقصد ئېد آدم د بچیانو د روحونو ظهور دی په ترټولو واړو ذَرو(ترټولو واړو شیانو) کې دخدای په توحید دتجرّد او شهود په نور دهغو ګواهي  او په ملک او ملکوت کې  دهغه د ربانیّت  ګواهي ) ( او مونږ ګواهی واخسته) چې نور د قیامت په ورځ ونه وائي،مونږ  له دغې واقعې غافل وو)

اسلام په نړۍ کې په ترټولو چټک ډول په پراختیا دی  او د پيّو دتحقیقاتي مرکز داعلان په اساس، له ۲۰۱۵کاله رانیولې تر ۲۰۶۰پورې په کلونو کې  به د مسمانانو آبادي،د درستې نړۍ د آبادۍ څه دپاسه دوه برابره وده وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4124986/%D    

captcha