IQNA

د انګلستان د کورنیو چارو وزیر د زده کونکو له خوا دقرآن په سپکاوي اندیښنه وښودله

7:13 - March 02, 2023
د خبر لمبر: 3486978
ایکنا-(تهران) په انګلستان کې د قرآن کریم په سپکاوي کولو کې د څو زده کونکو سپک اقدام ، لامل شوی څو ددغه هیواد  د  کورنیو چارو وزیر ددې موضوع په نسبت غبرګون  وښئ او ورباندې اندیښنه څرګنده کړي.

ایکناخبری آژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ، د انګلستان د کورنیو چارو وزیر  سویلا براورمن  په یوه ښونځي کې د پولیسو په وسیله د نفرت خورونې د یوه مورد له ثبتولو وروسته ، په دې موضوع سخته اندیښنه څرګنده کړې ده .  

د خپرو شوو راپورونو په اساس څلورو زده کونکو په یوه اقدام کې چې د قرآن کریم د جلد د څو پاڼو د شلولو لامل شوی ، یوه آسماني کتاب سپکاوی اوتوهین کړی دی.

د ټایمز  انګریزي ژبې ورځپاڼې  په وسیله د خپرو شوو جزیاتو په اساس، دغه پیښه د لویدیځي  یورکشایر ایالت په مرکز ویکفلډ ښار کې  په یوه ښونځي کې شوې  او پولیسو ددې موضوع د حل لپاره  لاس په کار شوی دی .

ددغې خپرونې دراپور په اساس ، یو لسم صنف یو زده کونکي  چې په اوټیزم ناروغۍ هم ککړ دی ،په یوه ویډیوئي لوبې کې ، خپل هم صنفی  دې ته اړ کړی چې  له هغه وغواړي،یو قرآن راوړي، دغه قرآڼ  له دې وورسته چې  د ښونځي په ګڼې ګوڼې لارې کې پر مځکه غورځي ، څو پاڼې ئې شلیږي  او خوارې وارې کیږي.

ددې موضوع په غبرګون  کې ځاي پولیسو  دغه قرآڼ ته د اور د اچولو  د آوازې په دروغ بللو سره  څلور زده کونکي د یوې اونۍ لپاره له زده کړې  محروم کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4125440/%D9%

captcha